TATOBAY.COM

په منځنـــی ختيځ کــې ،دبوش ددمــوکــــراســـی شعـــار یوازی دسیاسی مــوخـــودلاس ته راوړلــو دپاره دی!     

دامریکادهیواد دجګړی پرضد یوی ټولنۍ چې اکثره وخت ددی هیواد د سیاسي چارواکوپر سیاسی چارواوکړنوباندی ،خصوصآ دجورج ډبلیوبوش پرسیاسي کړنو باندی نیوکی او ګوتنیوي کوی ،اوپه خپلو لیکنوسره دنړی د جګړه غوښتونکومشرانو په هلکه ،لکه دچرچیل اوهتلر په شان مشرانو جګره ایز کړنی اوسیاستونه یې یوازی دهیوادونو دبی ګناه خلکو دوژلودپاره بللی اودهغه په غنده لوسره یې دامریکی وسیاست پوهانوته لارښوونه کوی چې دجګړی غوښتنی دسیاست څخه دی ځانونه لیری وساتی .

غزل     

درهم دینار اشرفۍ اخلي عقیده ما توی
دنفس وږي دبا طن ښکلی اینه ما توی
وعده یی کړی خدایه څنګه به پوره کړی وعده
دنن سبا ښکلي خو دغه سلسله ما توی

غزل     

دتورو خلګ یو میدان نه پریږدو
چاته داخپل وطن افغان نه پریږدو
موږ دجانان دوصل تږي یو تل
له سره تیر یو خپل ایمان نه پریږدو

خبر     

د پکتيکا والي وايي چې تېره شپه د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو ځمکنيو او هوايي عملياتو کې له ١٥٠ زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي .
د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک رسانيوته وويل چې ياد شوي طالبان تېره شپه د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ په سرحدي سيمه شکين کې وژل شوي دي . هغه زياته کړه چې له ٣٥٠ تنو څخه زيات وسلوال طالبان د ډيورنډ دکرښې له پورې غاړې څخه را اوښتي وو او ددرنو وسلو په وسيله يې د ملي اردو، سرحدي پوليسو او ځانګړيو افغان ځواکونو پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل .

ادبي ټوټه     

سرمې داسې په خپلوزنګانوکې راځوړندکړئ ؤتابه ويل چې څواونۍ يې خوب له سترګوالوتی ده اوزړه مې دخيالونوپه سمندرکې په موجونوموجونوڅپې وهلې خبرنه وم دخيال بيړۍ له ځانه سره په همدې سمندرکې دومره ليرې وړی وم چې دوتلولاره مې نه تر سترګوکيدله....

یوه لنده کیسه     

د هغی سر ټیټ وو. ژړل یی زه چی راغلم سترګی یی د څادر په څوکه پاکی کړی. او کوښښ یی کاوه چی زه پری ونه پوهیږم. خو ما لیدلی وه نو ځکه می وپوښتله
" څه خبره ده؟ "
دی ویل "هیڅ خبره نده. "
زه چی نوی له کار نه کورته ستون شوی ووم ډوډی می هم نه وه خوړلی او وږی ووم ډیره می ټینګه نه کړه پوه شوم چی کومه خبره خو ده خو... خیر ده ما تری بیا پوښتنه می وکړه
"څه مو پاخه کړی دی؟"

څلوریځي     

پیدا کیږی که په کا ڼو کی غمئ
دا سی خلګو کی پیداشی ګلالئ
ټو له ګرځي په جا مه کی دسړیو
خو سړئ پیدا کول غواړی سړئ

په نړی کې همدا اوس څوک اوکوم هيوادونه دي چې انسانی حقونه ترپښولاندی کوي اوبیا تردغه سرلیک اوددموکراسی ترنامه لاندی نړی یې دګډوډی پرلور روان کړیدی ؟     

دانسانی احساس پربنسټ اوبیله کوم تبیعض اوتعصب نه که په دی يوویشتمه پيړی کې ددی پرمخ تللی هیوادونوکړني اوترسره سوی چاري چې دنړی دنوروهیوادونوددولتونواودهغوي داولسونوپه وړاندي ترسره کړي اوکوي یې ترنظراومطالعی لاندی یې تیر کړو،نووبه وینوچې ظالمان اونیواکګرڅوک دي ؟ اوانسانی حقونه څوک ترپښولاندی کوي؟ اوبیا تردغه سرلیک اوددموکراسی ترنامه لاندی نړی یې څرنګه دیوی لوی کړکیچ اوګډوډی پرلور روان کړ....
سياسي تبصرې او تحليلونه
اسلام
ادبي او هنري ليکنی
پښتو او پښتانه
پښتو ادب