TATOBAY.COM

غمونه (غزل )     

غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم
سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم
ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی
که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

بنده مرغۍ (لنډه کیسه )     

هر څوک په خپل زړه کې دلۍ، دلۍ هېلې او ارمانونه لري چې د ځینو دا هېلې او ارمانونه یو څه تر سره شي. ځینې هېلې د سړي په زړه کې داسی ډکې پاتی شي چې سړی له دونیایي کاروبار او روزګاره وباسي او له پښو یې وغورځوي
په زړګي هم داسې وشول. کله چې د هغه په شونډه د ځوانۍ نښې را پیدا شوې نو ورسره جوخت یې زړه د کلي د اخون په لور زرکې بایلود. په زرکې زړه بایلل څه د حېرانتیا خبره نه وه. هغې ته خدای داسې پېغلتوب ورکړې و. تا به ویل د چین ښاپېرۍ ده.

د ناوي د اینکی زور     

دافغان او پاک ترمنځ پورته لانجه سوه
په دواړو اسلامي هیوادوکې د غزا ناره سوه
ټول سپاهیان راټول او ګوته په ماشه سوه
په هوا کې له ویرې ورک مچ او پشه سوه

انتظار ( لنډه کیسه )     

هره ګړۍمې سترګې د دیواري ساعت په ستنو ښخیږي. کله نا کله هغه ناول ته لاس کړم چې په پخوانیو وختونو کې د وحشي انسانانو له خوا د بې وسو خلکو د خوړلو کیسې کوي. ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتیا ووایم د زړه درزا مې له یوې شېبې نه بلی ته زیاتیږي. له ټولو نه زیات په دې فکر کې یم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده یم چې نا ببره مې سپینې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي

کرکه، نفرت ، تعصب اوکینه ولی د انسا نانو په منځکي ناوړی اغیزی لري؟     

په یوه انسانی ټولنه کې خلک دیوه اخلاقې حقانیت په چوکا ټ کې خپل د ژوندون لارې چارې داسي پرمخ بیا یی چي د یوی پاکي او سپیڅلي ټولنې په درشل کي د ژوند د ښکلا، محبت ،صمیمیت،انصاف ،عدالت ،رضایت ،انسانیت خوندوره آرامه فضا په خپل نیږدي چا پیریال کي داسې سمبال کړی چه دده عزت، شرافت درنښت او دښګیڼو اصلیت پکښې نغښتي وی.مګر ددی تولو نیک مرغيو لاسته راوړنه هم آسانه کار نه دی.

بې ساري مبارزه خو پايلى يې څه.؟     

طن كړو وران سپينويګړو، سپينو كوكو كۀ دواړو
دې ملك ته اور ورته كړو خپلو كۀ پردو كۀ دواړو
داشعرد ارواښاد كاكا چي صنوبر حسين دي چي نز دي نيمه پيړي يا تر دي هم دمخه جوړ كړي او ويلى دي كاكا جي زموږ دخاوري يو ډير لوئى مبارز وو چي دوي نه يواځي دسره فرنګي په ضددخپلو ملګرو سره مبارزه اوسله واله كوله بلكي دانګريزانو دځائي ناستو په ضد يې دتوري او دقلم دلاري ترخپلى وروستي سلګي دپښتون قام او دخوار ولس دپاره ږغ پورته كړي وو

بدلون     

هغه دنـــــيا ده نن ېـې رنګ بدليږي
اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي
دا کومــــې لوبې چې پرون چلیدې
نن د هغــــه لوبو نیرنــــګ بدلیږي

په كاردى چى زموږ مخه د پښتو وده او پرمختياوى(دويمه برخه)     

موږ ټول به داهڅه كوو چې ګرانه پښتو چې د ډېرو وختو څخه د ناخوالو سره مخامخ شوى ده هغه و خپل ولس ته ور وړاندى كړو او بيا د دهغه ناخوالو د منځ څخه د وړلو هڅي په ګډه وكړو يا د هر اړخيزه چارواكو پوري ورسوو يا د هغه سياست مدارانو او جګ پوړو ورسوو چې دوى هم ودي ته اړشې چي دخبرو په ځائى عملى ګامونه پورته كړى كه څه په ټول لر او بر كښې ادبى ټولنى او د پښتو اكيډمي شتون لري
سياسي تبصرې او تحليلونه
افغانستان
ادبي او هنري ليکنی
پښتو او پښتانه
پښتو ادب