د مملې تاریخي باغ (څیړنه)


سهراب ديدار

د مملې تاریخي باغ چې د مربع په بڼه به ۱۲۲۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی ، سیمه ییز شهرت لري او د تاریخي،اقتصادي، زراعتي او تفریحي ارزښت لرونکی هم دی .

د دغه باغ د جوړولو په هکله له عامو خلکو سره بیلابیل فولکلوري او نیمګړي تاریخي نظرونه موجوددي .

ځینې خلک وایي چې دغه تاریخي باغ ښاپیریو جوړ کړی دی او په دې باغ کې پخوانیو باغوانانوبه تل  دا خبره کوله  چې پخوانیوباغوانانو دغه ښاپیرۍ  لیدلی هم وې  او ځینې پکې د بدرۍ جمالې ښاپیرۍنوم هم یادوي چی هغې جوړ کړی دی .

دویم تاریخي نیمګړی نظر دادی چې وایي دغه باغ شاه جهان بادشاه جوړ کړی دی او د هغه یوه لور ممله نومیده ، نو ځکه یې په دغه باغ  اوشا و خوا سیمه د مملې نوم ایښی دی .

د دې له پاره چې ددغه باغ د تاریخي اقتصادي، زراعتي او تفریحي ارزښت په هکله او دغه راز پدې هکله چې په افغانستان کې د اوږ دې مودې د جنګ او جګړو په وخت کې چې اوس هم دوام لري، دغه باغ څرنګه جوړ پاتې شوی دی ، لازمه مې وبلله چې د دغه باغ په باره کې لاندې څویادونې وکړم .

د مملې د تاریخي باغ په باره کې دخلکو فولکوري نظر به خپل ځای د ارزښت وړوي، خو په علمي او تاریخي بسبټ ولاړ نه دی .

ددې نظر د رامنځته کیدو علت هم دا دی چې په دغه سیمه کې د تعلیم څښتنان پخوا نه وو، نو  ځکه یې د باغ په باره کې پوره معلومات نه درلودل او فولکوري نظر یې رامنځته شوي دي .

د مملې د باغ په باره کې دویم نظر چې جوړونکی یې شاه جهان بولي سم دی .

په دې برخه کې د فارسي ژبې یوبیت شته چې د خلکو زده دی او هغه داسې چې :

به ساختن باغ شاه جهان مخلوق حیران است

انګشت در دهان کرده نیمیش درون نیمیش بیرون

د پورتني شعر نورې برخې له خلکو څخه هیرې شوي دي ،خو یوازې دا یو بیت د خلکو په  ذهن کې ناست دی او خوله په خوله را نقل شوی دی . د همدغه بیت له مخې خلک وایي چې دغه باغ شاه جهان جوړ کړی دی ، خو دا چې وایي شاه جهان د خپلې لور مملې نوم ورباندې ایښی دي، دغه نظر د تأمل وړ ښکاري،شاه جهان په هند کې د خپلې واکمنۍ دوره تیره کړي ده، نو هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې ډیر عمراني کارونه هم کړي دي . له هغو عمراني کارونو څخه یو هم د مملې تاریخي باغ دی. دغه باغ به (۱۰۵۶)هـ ق کال د شعبان په میاشت کې جوړ شوی دی. ( افغا نستان در عصر ګورګانیان هند)

اورنګ زیب د شاه جهان زوی چې کوم وخت د ننګرهار د خوګیاڼو په اشپان، د سرخ رود په باغوانیو او د لغمان په چارباغ کې باغونه جوړ کړل (د چهار باغ او سرخ رود د باغوانیو باغونه له منځه تللي او پر ځای یې د کرنې لپاره ځمکې جوړ شوي . په اشپان کې باغ نشته په شاړه ځمکه بدل شوی ، خو نړیدلی دیوالونه یې معلومیږي)له دې باغونو څخه چې د شاه جهان کشر زوی درا شکوه خبر شو له پلار څخه هیله وکړه چې ده ته هم یو باغ جوړ کړي ، بیا شاه جهان ورته وویل چې تاته به یې د سپین غر،په لمنه کې په ممله کې جوړ کړم (  پاد شاه نامه  د عبدالحمید لاهوری لیکنه په اردو ،د کلکتی چاپ )

د شاه جهان له دې خبرې څخه ښکاري چې د مملې د باغ له جوړولو څخه د مخه د مملې نوم او سیمه موجوده وه.دغه راز د فتح خان او کرمي په فولکوري کیسه کې هم څو ځایه د مملې نوم راغلی دی .

په دغه باغ کې په منظم ډول سر کونه جوړ شوي، د مربع په بڼه په هغه کې پټي جوړ شوي دي، چې شا وخوا ځایونه کیندل شوي او نوموړې ونې په کې ایښودل شوي دي. په باغ کې شمالاً او جنوباً یو لوی سړک جوړ شوی دی  چې څو ګاډي څنګ په څنګ پرې تللی شي او دواړو خواوته یې دصبر او څنار ونې ایښودل شوي دي .

ددغه باغ تاریخي ارزښت پدې کې دی چې تر اوسه پورې په افغانستان کې داسې تاریخي باغ چې په هماغه بڼه او نقشه وي، نشته او له منځه تللي دي، خو د دې  باغ سرکونه ،پارکونه او ونې لاتر اوسه په خپل حال پاتې دي. د کومو چنارونو ډ ډونه چې تخريب شوي هغه د مؤظفو کسانو له خوا د پخو خښتو او سمنټو پواسطه ډک شوي دي . د امیر حبیب الله خان د آمارت په وخت کې د نوموړي په امر په دغه باغ کې دوه عصري پخې ودانۍ جوړې شوي. وي، یوه ودانۍ د باغ په منځ او بله په شمالي خواکې جوړه وه . شمالي ودانۍ ته مخامخ یې د۱،۵ مترو په سورا بشارونه جوړ کړل . ابشارونه هم شمالاً او جنوباً جوړ شول . څرنګه چې باغ په مایله  سطحه کې پروت دی، نو نوموړي ابشارونه کابو۲متره لوړوالي لري د ابشارونو ویالې هم ۲ متره سور لري .

د ابشارونو تر منځ یې یو لوی ډنډ جوړ کړی د ی چې  نوموړی ډنډ ته تقریباًد څه د پاڅه ۱۰۰۰متره  په واټن د ځمکې لاندې په یوه پوخ شوي لښتي کې اوبه راغلي او د ډنډ په منځ کې د فوارې بیخ ته برابرې شوې دي چې نوموړې فواره کابود ۳مترو په اندازه او به پورته ولي .

امیر حبیب الله خان  چې به کله نوموړي باغ ته د سیل او تفریح لپاره راتلو، د باغ په شمالي ودانۍ کې به ورته ناست و، د ابشارونو په تاخچو کې به یې شمعې بلولې او د پاسه به پرې اوبه راتویدلي. د باغ شمالي ودانۍ اوس ورانه شوې ده او هغه بله لا په خپل حال پاتې ده .

نوموړي باغ ته دامیر امان الله خان په وخت کې د تلیفون سوچ بورډ راوړل شو چې له نوموړي سو چبورډ څخه کابل، جلال آباد او سروبي ته او دغه راز د حصاک ولسوالۍ، د ماماخیلو علاقه دارۍ، د خوګیاڼو ولسوالۍ او دا ګام علاقه دارۍ ته د تلیفون مزي غځیدلي وو.

(نوموړې علاقه دارۍ اوس په ولسوالیو بدلې شوې دي).

د دغه باغ په مربع شکله پټیو کې پخوا د انارو باغونه وو، کله چې د ننګرهار کانال او فارمونه جوړیدل، نو د فارمونو دونو د اړتیا دله منځه وړلو لپاره د انارو په ځای د چنار، صبر، مورفنګ،ناجو،ګلبید، نارنج، مالټې، او نورو راز راز میوه لرونکو او بې میوو ونو بوزغلي په کې وکرل او د ننګرهار د فارمونو د اړتیا ونې ټولې وني له همدې باغ څخه  وړل شوې دي او له دی بر سیره نوموړې ونې په آزاده توګه هم خرڅوي، اوس هم پلورل کیږي او عاید یې د ننګرهار زراعت ته ورکول کیږي .

پخوا د باغ د ساتنې لپاره ۱۲۰کسه باغوانان وو، چې د باغ خدمت به یې کاوه،خو اوس د هغو شمیر څوکسو ته راکم شوی دی .

د نوموړي باغ لوکاټ ، مڼې، نرګس ګلان او نارنج هر کال په لکونو افغانیو په اجاره ورکول کیږي او عاید یې د ننګرهار زراعت ته ورکول کیږي . په دغه باغ کې د سیل او تفریح لپاره ښکلي او په زړه پوری ګلان او د ناستې ځایونه موجود دي چې هر وخت داخلي او بهرني سیلانیان د باغ د لیدو لپاره راځي. له اقتصادي ، زراعتي او تفریحي ارزښت سره سره  دغه په دومره تیرو جنګ او جګړو کې څنګه  جوړ پاتې شوی دی .

د مملې خلک که څه هم زیاتره د سواد له نعمت څخه برخې دي، خو تجارت کارو بار کوي د هیواد په دننه او باندې کې یې زیات ځایونه لیدلي دي، همدا وجه وه چې د باغ په ارزښت پوهیدل چې دغه باغ نه یوازې دمملې بلکې دسیمې ښکلا ده ، نو په ګډه یې د باغ د ساتلو لپاره ملاتړلې وه ، قومې پریکړه یې کړې وه چې هیڅوک به د باغ له ونو سره غرض نه کوي او که چیرې به چا څه سرغړونه کوله هغه ته به یې جزا ورکوله  .

د سیمې قوماندانانو هم د دغه باغ د ساتلو لپاره پوره کوښښو نه کول او دوسلي په زور یې هم د ځینو کسانو مخه نیوله د باغ باغوانانو ته یې اجازه ورکړی وه چې دڅوارلس کلني جګړي په وحت کی د باغ خدمت وکړي او خپله تنخوا او کوپوني امتیازات د ننګرهار له زراعت څخه واخلي .

د مملې خلکو نه یوازې د باغ د ساتلو په هکله بلکې د باغ د سمسورولو په باره کې زیات کار کړیدی .

ان چې د ضرورت په وخت کې یې ورته په بیه اوبه اخیستي دي او باغ یې سمسوره ساتلی دی .

په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې نوموړی باغ ته  د معروف مؤسسه راغله د باغ ودانۍ او ابشارونه یې ترمیم کړل

د ابشارونو شاختې یې جوړې کړې، ښښي یې ورته ولګولې او هرې یوې چاخته کې یې ګرپونه ولګول او د برېښنا مزې ورتیر کړل . د نوموړي باغ له روغ رمټ پاتې کیدو څخه داسې جوتیږي که چیرې خلک وغواړي چې خپل باغونه او نورې ملي شتمنۍ وساتي حتماً ساتل کیږي.

نور هیواد وال هم باید د مملې تاریخي باغ ته وګوري او د خپلې سیمې او وطن په آبادۍ کې زیاروباسي خو د سیمې د خلکوله هلوځلو سره سره دغه باغ اوس له پام لرنې وتلی دی که چیرې    ورته پام ونه شي  کیدای شي چې دغه تاریخي باغ  د اوبو د کمښت او  نه سر پرستی له امله منځه لاړشي.