پښتانه پخوا چېرې اوسېدل؟

ليکوال: پوهاند دوکتور حبيب الله تږي

پخواني ليکل شوي اسلامي آثار او اسناد له لسمې تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ پورې، دهغې سيمې په بېلو بېلو برخو کې دپښتنو دهستوګنې يادونه کوي چې له آمونه تر اپکه، له هراته تر کشميره ، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه دعربو دبحيرې تر حدودو پورې امتداد لري. (۱) خو لومړي موږ په هغو سيمو کې دپښتنو په باره کې يادونې رااخلو چې دغزني،زابل،کابل، پکتيا او ننګرهار له ناوو او شاوخوا سيمو نه تر اباسينده پورې امتداد لري.

پښتانه په پکتيا او شاوخوا سيمو کې :

حدود العالم مناالمشرق الي المغفرت چې په کال ۳۷۲ هجري کې په فارسي ليکل شوي او دمؤلف نوم يې نه دي معلوم، داسلامي دورې لومړني معلوم آقر دي چې پدې ځمکو کې دافغانانو دسکونت يادونه کوي. دالرغوني اثر دګردېز له شر چې نه وروسته، سمدستي پکتيا دسيمې يو کلي داسې معرفي کوي :

(سوال (۲) په غره کې يو آباد کلي دي او افغانان پکې هست دي. له دې ځايه تر حسينانه پورې لار ددوو غرونو تر منځ پرته ده...دا لار له مخاطرې او بيم نه ډکه ده.) (۳)

يو بل ډېر پخواني اثر چې په همدې حدودو، غالباً، دپکتيا او پکتيکا په سيمو کې ، پښتنه ميشته ګڼي هغه د عبدالجبار عتبي مرګ (۴۲۷ هجري ) تاريخ يميني دي دي. عتبي چې دسبکتګين او سلطان محمود دوکدارۍ وقايع يې تر کال ۴۱۲ هجري پورې ثبت کړي دي، يو ځاي داسې ليکي :

(څنګه چې داوړي ګرمي تېره شوه، سلطان دهغو افغاني طايفو دټکولو لپاره ور وووت چې په لوړو درو او خپلو غرنيو ټاټوبو کې اوسيدل او کله چې سلطان [محمود] دقنوج زاته وتي ؤ، دهغه دملک په لمنو کې يې نارا مي پيدا کړې وه. ده [سلطان] وغوښتل چې په هغو [افغانانو] يرغل وکړي. مېنه يې ور ورانه کړي او له شرنه يې ځان خلاص کړي. له غزني نه پدې نامه وووت چې ګوندې کومه بله خواځي. خو يو ناڅاپه، په نوي[افغانانو] ورولوېده توره يې پرې را واېسته او يو عالم يې ورنه کړل.) (۴)

دا مطلب وروسته نورو مؤوخينو هم ثبت کړي دي. رشيدالدين فضل الله چې جامع التواريخ يې په کال ۷۰۴ هجري کې ليکلي دي او حمدالله قزويني، چې تاريخ ګزيده يې په کال ۷۳۰ هجري کې تأليف کړي دي، په پښتنو باندې دغزنوي سلطان محمود دا حمله تقريباً دعتبي په عباراتو بيان کړې ده. (۵)

ابن اثير (۵۵۵ -۶۳۰ هجري) په خپل معروف تاريخ (کامل) کې دکال ۴۰۹ هجري دپېښو دبيان په ترڅ کې دهغو پښتنو يادونه کوي چې له غزني نه بهر دهندوستان دلارې په شاوخواکې پراته دي او وايي چې غزنوي سلطان محمود يرغل پرې وکړ او ډېر يې ورنه ووژل. دي ليکي :

په همدې کال يمين الدوله هندته دغزا دپاره روان شو.خپل پو؟؟؟؟؟ مجهز او تيار کړ.... له غزني نه وووت او لومړي يې په لاره ؟؟؟؟؟؟؟وکړ چې دافغانانو چاره وکړيږ افغانان کافران او وران کار؟؟؟؟؟؟ دخپلو مېنو او غزني تر منځ دښتې او لارې يې وهلې. يمين الدوله ؟؟؟؟؟ وخوځيد آبادۍ يې ورورانې کړې او مالونه يې ورنه ولجه کړل. [افغانانو] ډېر زيات مړه او اسير شول او مسلمانان يې ډېر مالونه په ولجه ورنه يووړل) (۶).

بلخي عنصري (مرګ : ۴۳۱) هم چې دسلطان محمود ددربار ملک اشعراءؤ ، په پښتنو باندې ددغه سلطان ديوه بل يرغل دبيان په ترڅ کې دپښتنو يادونه کوي او وايي :
شه ګيتي زغزنين تاختن برد (۷).
بر افغانان وبر ګبران کهبر (۸). دفارسي ژبي ځينې نور شاعران هم دغزنويانو په عصر کې دپتنو او دهغو دهيواد يادونه کوي او وايې چې غزنوي افسرانو يرغلونه پرې وکړل. مثلاً دغزنويانو دعصر ستر قصيده ليکونکي، مسعود سعد سلمان (۴۴۸-۵۱۵) دغزنويانو دعصر ديوه ستر بوځي سالار (علي خاص) په ستاينه کې وايي :

سکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار

خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۹).

په يوه بله قصيده کې وايي :

ګهي شتابان اندر آګه ميان غار توبي (۱۰). د مسعود سعد دژوند بېخي زياته برخه ددوو غزنوي سلطانانو له عصر سره مصادفه ده. يو يې ابراهيم بن مسعود دي چې له کال ۴۵۰ نه تر کال ۴۹۲ هجري پورې يې سلطنت کړي اوبل دهغه زوي سلطان مسعود دي چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۹ هجري پورې يې واکداري کړې ده. (۱۱) نو دمسعود سعد ممدوح (علي خاص ) هم بايد دهمدې عصر يو پوځي سالار وي.

کله چې ابن اثير دکال ۵۰۸ هجري پېښې ليکي او هغه جګړي بيانوي چې دسلطان محمود کړوسيانو، ارسلانشاه بن ابراهيم او بهرام شاه بن ابراهيم دسياسي قدرت په سرله يوه بل سره کړي دي، يو ځل بيا دپښتنو او دهغو دغرونو او ښارونو يادونه کوي.

ابن اثير ليکي کله چې اسلانشاه بيا دغزني دتخت دنيولو په نيت غزني ته ولاړ، هلته يوه مياشت پاتې شو او دخپل ورور بهرامشاه په لټه کې ؤ. خو کله چې خبر شو چې دسلطان سنجر پوځ دبهرامشاه ملاټر ته ور روان دي، نو ارسلانشاه (تېښته له جنګ نه غوره وبلله. ځکه هغه پوهېد چې عسکر يې له سلطان سنجر نه ډير زيات ډاريږي. داوغانانو (۱۲) غرونو ته ولاړ او بهرامشاه او دسنجر عسکرو تعقيب کړ او په کومو ښارونو کې چې هغه [ارسلانشاه] اوېده ټول يې وران کړل او دهر ښار خلکو ته يې پيغام و استاو او تهديد يې کړل. (۱۳)

ابن اثير وروسته په همدې سيمه کې ديوه خاص ښار، کرمان [کړمان] (۱۴) نوم اخلي او اوسېدونکي يې افغانان بولي. دي دکال ۵۴۷ هجري دپېښور دبيان په ترڅ کې دسلطان سنجر او غوريانو تر عنوان لاندې ليکي:

(علاءالدين حسين...........دغزني............په ښار حمله وکړه. پدې وخت کې بهرامشاه بن ابراهيم بن محمود بن سبکتګين په غزني کې واداري کوله.ده [بهرامشاه] ونه شو کړي چې له علاءالدين سره ډغرې ووهي اوله غزني نه دکرمان ښار ته چې دغزني او هند تر منځ واقع دي وتښتېد. ددغه ار اوسېدونکي يو قوم دي چې افغانان نوميږي. دا ښار هغه دکرمان په نامه معروف ولايت نه دي.) (۱۵)

وروسته محمد قاسم په تاريخ فرشته کې ددغو پېښو په ارتباط ليکي : (بهرامشاه ټينګارونه شو کړي. له غزني نه کرمان ته ولاړ. داکرمان هغه مشهور کرمان نه دي، بلکه دغزين ، هند او افغان تر منځ يو ښار دي. (۱۶)

محمدقاسم ليکي :

( بهرامشاه........دباميانو کلاته ننووت او په پاي کې دسلطان سنجر په زور او مرسته بيا غزني ته راغي، ارسلانشاه افغانانو ته ور وتښتېدو . دسلطان سنجر لښکر ورپسې ورغي ويې نيو. تهرامشاه ته يې په لاس ورکړ او هغه وواژه) (۱۷)

فرشته ديوې بلې پېښې دبيان په ضمن کې هم داسې ښيي چې په کړمان او شاوخواسيمو کې پښتانه هست دي، دي غزني ته دسلطان شهاب الدين دجنازي دوړلو دپېښې دبيان په ترڅ کې ليکي چې (خواجه مؤيد املک دغور اميرانو ته ورغي او په کراره او دلايلو يې دا ورته څرګنده کړه چې بايد دسيوران (۱۸) او کرمان له لارې غزني ته ولاړ ي. [په لاره کې] دافغاني قبايلو او تراهيه کفارو له لاسه ډېر زيات وتزنېد. کله چې کرمان ته ورسېد تاج الدين يلدز دسلطان دتابوت مخې ته ور وووت.) (۱۹)

دتونس معروف سيح ابن بطوطه هم په خپله سفرنامه کې دپکتيا په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. دي کله چې په ۱۳۳۳ ميلادي کال کې هلته دکرماش (۲۰) په دره له پښتنو سره مخامخ کېږي. ابن بطوطه خپله دا پېښه داسې بيان کړې ده :

(څه کابل نه کرماش ته ولاړو. دا ددوو غرونو تر منځ يوه کلا ده او هلته افغانان لارې وهي. له دې سيمې نه په جنګ او ګرېز تېر شوو. افغانان دغره په لمن کې وو او زموږ دغشو دګزارونو له امله رانه ولاړل. موږ نخمين څلور زره اسونه لرل. څرنګه چې زه له اوښانو سره تلم نو ځکه له کاروان نه لرې پاتې وم. يو شمير کاروانيان چې يو تعداد افغانان هم پکې وو له ما سره يو ځاي تلل) (۲۱)

يو بل معتبر پخواني اثر چې پدې سيمو کې دپښتنو دسکونت يادونه کوي هغه ظفر نامه ده چې مولانا شرف الدين يزدي دګوډ تيمور دجګړو او فتوحاتو په باره کې په کال ۸۲۹ هجري کې ليکلې ده. په ظفرنامه کې دتيمور او دهغه دجرنيلانو دهغو يرغلونو په باره کې هم يو لړ مطالب ثبت شوي دي چې په کال ۸۰۰ او ۸۰۱ هجري کې يې، دپکتيا، بنو او کوهاټ دسيمو په پښتنو کړي دي.

څرنګه چې دا مطالب دپښتني ټولنې دتاريخي مطالعي په برخه کې د پوره اعتناوړ دي نو له دې امله يې موږ ټول په يو څه اختصار خو په داسي شکل دلته را اخيستي دي چې دمفهوم په لحاظ څه کمي پکې رانه شي. (۲۲ )

يزدي وايي چې پدې سيمو دتيمور اقدامات او عمليات وروسته له هغې ليدنې کتنې نه پيل شول چې په کابل کې دپکتيا دپښتنو يوه قومي مشر ور سره وکړه. مولانا ليکي کله چې تيمور هندوستان ته دتګ په لاره کې کابل ته ورسېد، هلته د افغانانو يو مشر، ملک محمد، دخپلو رعاياوو په ملګرتيا ورغي او عرض يې ورته وکړ چي د کرکس (۲۳) د قبيلې مشر موسي او غاني ، دده ورور، لشکر شاه او غاني چې دامير تيمور له بنده ګانو څخه ؤ وژلي دي دايرياب (۲۴) کلا يي ورانه کړې ده او ددوي اسباب او املاک يې په زور ورنه اخيستي دي.

دغه راز ملک محمد تيمور ته وويل چې موسي اوغاني غلاوې کوي او لارې وهي او هيڅوک هم له دغو سيمو نه سلامت نه شي ورنه تېريدلي.ملک محمد تيمور ته وويل : (زه دمرګ له ويرې راتښتېدلي او ستا حضورته راغلي يم ) کله چې تيمور د ملک محمد خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او ورته ويې ويل : (ته ځان چېرته پټ کړه. زه غواړم چې موسي اوغاني راوغواړم. که راغي غچ به دې ترې واخلم او که رانه غي نو تاته به لښکر در کړم چې دخپل ورور انتقام ترې واخلې.)

تيمور موسي اوغاني ته پدې مفهوم يو فرمان ور ولېږه چې (تا دايرياب کلا ورانه کړې ده. داکلا دهند دلارې په سرواقع او ډېره مهمه ده. ته ځان په منډه راورسوه چې هغه ولايت تاته درکړم او کلابېرته جوړه کړې.)

څنګه چې موسي اوغاني ته فرمان ور ورسېد، په منډه يې ځان تيمور ته ور ورساو. تيمور موسي اوغاني ډېر وغټاو او زر دوزي جامي، دزرو ملا وستني او توره او يو زين کړي اس يې له ډېرو نورو سوغاتونو سره ورکړ او ورته ويې ويل : ( ولاړ شه او د ارياب کلا بېرته جوړه کړه. کوشش وکړه چې ډېر ژر يې خلاصه کړې.)

تيمور درې زره مېړونه دخپل يوه جرنيل په مشرۍ له موسي اوغاني سره ملګري کړل چې دکلا په جوړولو کې همکاري ورسره وکړي. موسي اوغاني ايرباب ته ولاړ او دکلا دجوړولو کار يې پيل کړ. مولانا شرف الدين وايي چې (هره ورځ به له دوو سوونه تر درې سوو پورې مېړونه دډول او سرني نغمونه په ډېر جديت دکلا په جوړولو لګياوو).

تيمور د ۸۰۰ همري کال د ذي الحجې په ميات کې له کابل نه پکتيا ته ولاړ. څنګه چې ايرياب ته ورسېد خپلو لښکرو او ماهرانو ته يې هم امر وکړ چې دکلا دجوړولو په کار کې برخه واخلي او ډېر ژر يې داسي يوه کلا جوړه کړه چې يوه جامع جومات او ډېر دهستوګنې ځايونه او نور واړه جوماتونه او نور ځايونه هم بکې وو.

تيمور خپلو تواچيانو ته ويلي وو چې دموسي اوغاني دهغو اتباعو له جملې نه چې دکلا به جوړولو لګياوو يو هم برې نږدي چې خپلو ځايونو ته ولاړشي. دموسي اوغاني مېړونه بدې خبره شوي وو. تيمور يوه ورځ بهر وتلي ؤ او له کلا نه راګرځېده. دموسي اوغاني اوه تنه اتباع چې په کلا کې يې کار کاو. ديوې بال خانې دوره شاته ولاړ وو. کله چې تيمور ددغه وره مخې ته ورسېد، دکلا له کړکۍ نهيو غشي برې ورګوزارشو. غشي دتيمور خواته ولګېد او اس يې وترېد. تيمور خپلو پوځيانو ته امروکړ چې موسي اوغاني او دهغه ټول اتباع چې دکلا په جوړولو کې يې برخه اخيستې وه. ونيسي. هغو اووتنو چې په تيمور يې دغشې ګوزار کړي و جګړه پيل کړه او څو تنه يې زخمي کړل. دتيمور مېړونه دا اوه تنه ووژل او موسي اوغاني اودهغه دوه سوه اتباع يې ونيول او ملک محمد اوغاني ته يې په لاس ورکړل، ملک محمد اوغاني ټول ووژل اوله ککرونه يې منارونه جوړ کړل. بيا تيمور خپلو مېړونو ته امر وکړ چې دموسي اوغاني په خلکو يرغل وکړي. دوي دموسي اوغاني دولس ټول نارينه ووژل اوښځې ، ماشومان او مالونه او نور څه يې دايرياب په خلکو ووېشل. تيمور ملک محمد دهغه دورور لشکر شاه اوغاني پرځاي ددغه ولايت والي وټاکه او دارباب کلا يې هم هغه ته ور وسپارله.

تيمور له ارباب نه شلوزان (۲۵) ته ولاړ او هلته يې شهزاده خليل سلطان ته امر وکړ چې له يو مير امر اوو سره بانو (۲۶) ته ولاړ شي اودي خپله له څلور زره سبرو سره نغر (۲۷) ته ولاړ. هلته ورته وويل شول چې دپرنيان (۲۸) په نامه يوې قبېلې دده له اطاعت نه سر غړولي او جنګي مېړونه يې نه دي ورکړي. تيمور ته داهم وويل شول کوم وخت چې دشاهزاده پېر محمد لښکر له هندوستان نه له ولجو او مريانو سره کابل ته روان وو، دپرنيان دقبېلې مېړونه پرې ور ولوېدل او لښکر يې تالاکړ. تيمور چې دا خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او په همدې ورځ ددې اوغانانو ټکولو ته ور روران شو.درې ورځې وروسته ور ورسېد او جنګي عمليات يې پيل کړل. دپنيان دقوم ډېر زيات خلک يې ووژل ماشومان يې اسير کړل اموال او اسباب يې تالا کړل او کورونه يې ور وسوځول. تيمور څه موده نور هم هلته پاتې شو او غوښتل يې چې دپرنيان دقوم جرړې له بېخه وباسي او بېخي يې تباه کړي. خو دپرنيان دقوم يو مشر چې او بل نومزده تيمور ته په ننواتې ورغي.تيمور نوره تباهي ونه کړه. اوبل يې ډېر و نازاو او خپله د ۸۰۱ هجري کال دمحرم په مياشت کې نغر ته ولاړ. خودي لانغر ته نه ؤ رسېدلي چې امير سليمانشاه دکلانيانو (۲۹) اوغانانو په قبيله چې دمولانا شرف الدين په قول ( يوه غښتلې ، لويه او با ابهته قبيله وه ) حمله وکړه. دسليماشاه پوځ کلانيان سره له دې چې مولانا وايي (تنور او زړور خلک وو) مات کړل. ډېر يې له تېغه تېر کړل نور يې ترې ونيول واړه يې ورنه اسير او کورونه يې ور تالا کړل. تيمور له نغر نه بانو او له بانو نه هندوستان ته ولاړ.

مولانا شرف الدين ليکي چې تيمور له هندوستان نه دبېرته راتګ په وخت کې هم په بانو جې دتيمور دفرمان په اساس (داوغانانو دمفاسدو ددفع کولو دپاره په بنو کې پراته وو) يوه ګله اسونه اوزرغويې چې دبنو دشاخوا خلکو نه يې په زور بېولي وو، تيور ته وروستل. تيمور اسونه خپلو سردارانو ته وروبښل، خو غويي يې بېرته خاوندانو ته ورکړل.

مولانا وايي چې تيمور له بانو نه نغر ته ولاړ . (محمود برات خواجه او هندوشاه يې کابل ته ولېږل چې دهغه ځاي لشکر دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره ور ولي.) تيمور خپله دهغې کلا دپراخولو دپاره په نغر کې پاتې شو چې سليمانشاه (دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره جوړه کړې وه ) ددې کار له خلاصېدلو نه وروسته دکرمانش ددرې له لارې ، کبل نه وخوځېد . دلته مولانا ديوه ستانه پشتانه يادونه هم کوي او ليکي چې (شيخ احمد خواجه افغاني دعالم پناه [تيمور] به حضور مشرف شو.) تيمور له کرمانش نه لوګر او له لوګر نه کابل ته ځي.

يو بل اثر چې وايي پدې سيمو کې پښتانه هست وو،هغه تاريخ حافظ رحمت خاني دي چې اصلاً خواجو مليزي دتاريخ افاغنه په نامه د ۱۰۳۳ هجري به حدودو کې ليکلي او بيا پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجري کې دحافظ رحمت خان په هدايت په خپلو عباراتو ليکي او دتواريخ حافظ رحمتخاني نوم يې پرې ايښي دي. تواريخ دبابر دتره، الغ بيګ ميرزا ، به وخت کې کرمه دخېشکو پشتنو ټاټوبي بولي او ليکي : (فاطمه دابراهيم دګداي (زوي) الياس زي يوسفزي وتښتوله . له کابله يې کرمې ته راوستله چې مقام دخېشکو دي.) (۳۰) بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سمې دپښتنو په باره کې بابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم فصل کې راوړې دي.

بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سيمې دپښتنو په باره کې ښايسته زياتې يادونې کړې دي. خو موږ هغه دپشتنو په باره کې دبابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم کې راوړې دي.

پښتانه په غزني کې :-

په تحريري اسنادو کې دغزني په سيمه کې هم له بېخي پخوانه دپښتنو يادونې راغلې دي. عبدالحي بن ضحاک ګردېزي چې تاريخ ګردېزي يې د ۴۴۲ او ۴۴۳ هجري په حدود کې ليکلي دي،دغزني په غرونو کې پشتانه ميشته ګڼي او يو ځاي دمسعود بن محمود دغزنوي دعصر دپېښو دبيان په ضمن کې داسې ليکي :

(او څرنګه چې امير هپيانو (۳۱) ته ورسېد ، هلته دېره شو......او امير اېزديار يې دغزني غروته، چې عاصيان افغانان پکې اوسېدل ، ولېږه او [ورته] ويې ويل : هغه ولايت وساته . [پامکوه] چې څه نارامي پکې پېښه نه شي.) (۳۲)

تواريخ حافظ رحمت خاني هم په غزني کې له پنځلسمې ميلادي پېړۍ نه پخوا پشتانه ميشته ګڼي او ليکي چې ( يوسفزۍ په ګاړه په نشکي او غوريه خيل خصوصاً خليل په ترنک ، په مقر او په قره باغ پراته وو.) (۳۳)

د همدې زمانې دپېښو په ارتباط بيا ليکي چې د (شيخ دادافغان خليل متي زي نيکه....... له يو تعداد مريدانو سره چې شمېر يې تخمين درې سوو او پنځو سوو ته رسېده... له ترنک او قلات او قندهار نه دلاشوؤې سيمې ته راغلل .) (۳۴) تواريخ يوبل ځاي وايي چې (پدې وخت کې دؤد زي او ځينې مومند چې له مقر او قره باغ نه راغليوو ، لاهم دکابل په نواحي کې ميشته وو او ځينې موند لاهم په مقر او قره باغ کې وو.) (۳۵)

حافظ رحمت خان په خلاصه الانساب کې چې په کال ۱۱۸۴ هجري کې ليکل شوي دي، ليکي چې ( افغانان په هندوستان باندې دسلطان محمود غزنوي ديرغلونو تروخته دقندهار او غزني په سيمو کې ميشته وو) (۳۶) په سيرت جلاالدين منکبرني کې چې داومې هجري پزړۍ په اوله نيمايي کې ليکل شوي دي ، دخوارزمشاهيانو او چنګيزيانو دمقابلي او جګړو دبيان په ضمن کې په غزني کې دافغانانو يو لوي مشر د (صاحب افغانيان ) په نامه ياد شوي او داسي راغلي دي : کله چې جلال الدين دخوارزمشاه مشر زوي په کال ۶۱۸ هجري کې غزني ته ورسېد هلته )......صاحب افغانيان مظفر ملک او حسن قسراق چې دېرش زره سپاره ورسره وو، له هغه سره يو ځاي شوي .) (۳۷)

مولانا عبدالررزاق سمرقندي په مطلع السعدين کې چې له کال ۸۷۲ نه تر کال ۸۷۶ هجري پورې ليکل شوي دي، ليکي : ( دغزني دولايت او ښار لويان...دعالم پناه درګاه ته راغلل او دبرمل دخېل خانې او خرشواني افغانان مشرف شول.) (۳۸)

د غزنويانو دعصر لوي مؤرخ ابوالفضل بيهقي (۳۸۵-۴۷۹) په مکرز ډول په غزني کې دافغان شال په نامه يو ځاي يادوي. يو ځاي ليکي چې (.....له خپلوانو، لويانو او مشرانو سره يو ځاي افغان شال ته ور ننووت او دامير عادل سبکتګين پر مزار پلي شو.) (۳۹) بيا ليکي چې (اميربيا محمودي ماڼۍ افغان شال ته راغي.) (۴۰) بيا ليکي چې (...ديارونه او درهمونه او هر څه يې په افغان شال کې درسوله په ميدان وبازارونو کې وښندل.......) (۴۱) بيا ليکي چې :(....دارالملک ته راورسيد او په افغان شال کې په محمودي ماڼۍ کې دمبارکۍ دپاره پلي شو.) (۴۲) يو ځل بيا هم ليکي چې (....دافغان شال خواته ولاړ شي...) (۴۳)

دبيهقي له دې تذکراتو نه ښکاري چې دغزنويانو دداراخلافې په زړه کې يو ځاي افغانانو نه منسوب دي او دسلطان محمود پلار هم په همدې ځاي کې ښخ دي.

د غزنويانو له دارالخلافې او دربار سره دپشتنو دارتباط به باره کې په ځينو نورو معتبرو آثارو کې هم يو څه مطالب راغلي دي.

مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې چې له کال ۶۲۶ نه تر ۶۳۳ هجري پورې يې ليکلي دي ، وايي چې اديرا نومي افغان چې دپېښور په شاوخوا کې يوې سيمې کوټوال ؤ غزني ته دسلطان محمود دربار ته ورغي. اسلام يي ومانه او ورسره ملګري شو. (۴۴)

خواجه نعمتالله هروي دسلطان محمود او سلطان مسعود په دربارونو کې دپښتنو په باره کې يو روايت ثبت کړي چې په ډېرو نورو آثارو کې هم راغلي دي . دي ليکي :

( دافغانانو نه تنه مشران دسلطان محمود خدمت ته ورغلل. ددې نهو تنو نومونو په تاريخونو کې داسي راغلي دي : ملک خانوي او ملک عامون او ملک داؤد او ملک يحيي او ملک احمد او ملک محمود او ملک محمد او ملک عارف او ملک غازي....سلطان [دامشران] ډېر وغټول.... له ځان سره يې وخوځول دسومنات او هندوستان غزاته روان شو.... هروخت به چې سلطان ته مشکل ور پېښ شو نو دا ملکان به يې دهغو له خپلو سپايانو او ډلې سره پرې وګومارل او دغه مشکل به حق تعالي حل کړ.... په لږوخت کې [داملکان] ددونت ارکان....او دسلظنت په کارخانه کې ددخل خاوندان او داعتماد وړ شول. کله چې سلطان محمود دکال ۴۲۱ دربيع الاول په اوم دپنجشنبې په ورځ مړ شو، دهغه زامنو سلطان محمد او سلطان مسعود همداسې سلوک ورسره کاوه) (۴۵)

نواب محبت خان په رياض المحبت (تأليف : ۱۸۰۶ ) کې وايي چې دسلېان محمود او پښتنو تر منځ کورني روابطه هم موجود وو. دي ليکي :( کله چې دغه واکدار [سبکتګين] مړ شو، زوي يې ، اسمعيل ، چې مور يې اصلاً مينځه وه ، دپلار ځاي ونيو. مګر محمود چې مور يې دزابل ديوه مشر لوره وه، له دې خبرې سره مخالف ؤ چې [اسمعيل] دې دپلار ځاي ونيسي او جګړه يې ورسره پيل کړه. افغانان چې [دزابل] له دې مشر سره تړلي وو نو دهغه له لسمي يا په بل عبارت دهغه دلور له زوي يعنې محمود سره ملګري شول. محمود اسمعيل ته ماته ورکړه او په يوه کلا کې يې بندي کړ. محمود ددې مرستې په بدل کې خپله لور دافغانانو دې قبېلې مشر شاهو ته ورکړه . له دې لورنه يې درې زامن پيدا ول او هغه سالار ، مسعود او غازي و.) (۴۶)

لکه څنګه چې لږو وړاندې وويل شول ځينې غزنوي سلطانانو په بده ورځ کې افغانانو ته پناه ور وړې ده او لکه څنګه چې په وروسته فصلونو کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي يو شمير آثار دغزنوي واکدارانو به پوځ کې په زرګونو افغانانو شامل ګڼي او دسلطان محمود ځينې سترې فتحې هم دهمدوي دسربرکت ګڼي.

بايد وويل شي چې په بابر نامه کې هم دغزني او شاوخوا سيمو دپښتنو په باره کې ډېر څه راغلي او موږ دپښتنو په ارتباط دبابر نامې له نورو مطالبو سره يو ځاي په اوم فصل کې راوړي دي. يوازينۍ خبره چې غواړو دلته يو څه پرې ووايو هغه داده چې دمقر او وازې خوا په سيمو کې دبابر ډېرې خبرې دغلځو پښتنو په باره کې دي. او ځينو شرقي او غربي څېړونکو او مؤلفينو بيا همدا غلځيان له هغو ترکانو سره ګډ کړي چې په زړو متونو کې دخلج يا خلخ په نامه ياد شوي دي. راځي وګورو چې دوي دا ادعا څومره په ځاي ده ؟

خلجيان او غلځيان :-

يو شمير مؤلفين او څېړونکي زړو اسلامي آثارو ته داشارې پر بنا وايي چې يو وخت خلجيان چې اصلاً ترکان وو زابلستان ته ولېږدېدل. هلته ميشته شول او خپله ژبه او عادات يې هېر کړل. دزابلستان دخلکو ژبه او عادات يې کسب کړل او پښتانه غلجيان يا غلځيان ترې جوړ شول.

تر کوم حده چې ماته معلومه ده ، تر ټولو نه پخواني اثر چې دزابلستان په ځايي خلکو کې دترکي خلجيانو دمنحلېدو خبره پکې ياده شوې ، هغه دمحمد بن نجيب بکران جهان نامه ده چې په کال ۶۰۵ هجري کې ليکل شوې او په کال ۱۳۷۵ کې ددوکتور امين رياحي په همت په تهران کې هپره شوي ده.

جهان نامه وايي چې (دترکانو يو قوم خلج دخلج له شاو خوانه زابلستان ته ور واوښت او په يوه بېديا کې چې دغزني خواته پرته ده ميشت شو. وروسته يې دهوا دګرمۍ له امله څېره بدله او تور بخونه او ژبه يې بله شوه .) (۴۷)

څرنګه چې دخلجيانو دمهاجرت او دزابلستان په ځايي اوسېدونکو کې دهغوي دمنحليدو يادونه په جهان نامه کې شوې ده. او څرنګه چې جهان نامه په ( ۶۰۵ هجري ) کې ليکل شوې ده ، نو د خلجيانو دمهاجرت او په زابلستان کې دهغوي دمنحلېدو پېښه ، طبعاً ، له ۶۵۰ هجري نه پخوا شوې ده.

دجهان نامې له متن نه داهم په صراحت ښکاري چې ددغو مهاجرو څېره او ژبه دجهان نامې دليکنې له وخت نه پخوا بدله او تور بخونه شوې او ژبه يې هم له دې وړاندې بله شوې ده.

که څوک دجهان نامې خبره مني هه به ضرور داهم مني چې ترک خلجيان دشپږمې هجري پېړۍ له اراخرو نه ډېر پخوا زابلستان ته ورلېږدېدلي دي. ځکه په هغې زمانې کې دخلجيانو په شان ديوه غښتلي قوم دومره بدليدل او دزابلستان په يوه ځايي قوم کې يې بېخي منحليدل بايد دکلونو اولسيزونه ، بلکه دپېړيو کار وي او پدې حساب سړي په پوره اطمينان ويلي شي چې ترک خلجيان به لږ تر لږه په دوهمه يا درې يمه هجري پېړۍ کې زابلستان ته لېږدېدلي او بيا دهغې سيمې په ځايي خلکو کې منحل شوي وي.

کوم څېړونکې او مؤلفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او په نهايت کې په پښتنو غلځيانو بدل شوي دي.هغوي په حقيقت کې دا خبره تصديقيقوي چې لږ تر لږه ددوهمې او درې يمې هجري پېړۍ په حدود کې دزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو.ځکه جهان نامه وايي چې ترکو خلجيانو خپله طبه بايلوده او دزابلستان دځايي اوسېدونکو طبه يې زده کړه. که ترکو خلجيانو دزابلستان دځايي خلکو ژبه زده کړې وي، که دغلځيانو ژبه تر اوسه پښتو وي او غلځيان او خلجيان هم سره يو شي وي، نو دخلجيانو دمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرو مرو پښتو وه. که نه وي نو نه بايد خلجيانو پښتو زده کړې وي او نه بايد دغلځيانو ژبه پښتو وي.

خو ځينې کسان بيا له يوې خوا وايي چې ترک خلجيان زابلستان ته لېږدېدلي او دهغې سيمې دځايي خلکو ژبه او عادات يې کسب کړي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، او له بلې خوا بيا وايي چې (پښتنو په څورلسمه او پنځلسمه (ميلادي) پېړۍ کې دغزني سطح مرتفع اشغال کړه.) (۴۸) او دا دوه خبرې اړخ نه سره لګوي . ځکه که خبله پښتانه غزني او زابلستان ته په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې ور لېږدېدلي وي، نو ترک خلجيان بيا څنګه ، په همدې ځاي کې ، له دې نه ډېر پخوا يهنې د دري يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې پکې منحل شوي دي؟ او که ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې د درې يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، نو بيا دا خبره څنګه کېدي شي چې پښتانه له دې نه ډېر وروسته يعنې داتمې او نهمې هجري پېړۍ په حدودو کې غزني او زابلستان ته ورلېدلي دي؟

له دې دوو خبرو نه يوه هرو مرو غلطه ده. خودا چې کومه يې غلطه ده؟ ددې سپينول هغه چاته ور په غاړه دي چې وايي ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي.

پښتانه دکابل په سيمو کې :

پخوانو آثارو په کابل هم دپښتنو يادونې کړي . دابن بطوطه سفرنامه تر ټولونه پخواني معلوم اثر دي چې وايي په کابل کې افغانان اوسېږي. کله چې ابن بطوطه په ۱۳۳۳ ميلادي سنه کې له کابل نه تېريږي وايي چې ددغه ځاي اوسېدونکي افغانان دي. دي ليکې چې (کابل پخوا يو لوي ښارؤ [خو اوس] يو کلي ترې پاتې دي. او دعجميانو يوه طايفه چې افغانان نومېږي پکې اوسېږي. افغانان په غرونو کې ډېرې لکلې مېنې لري اوډېر غښتلي خلک دي.) (۴۹) ابن بطوطه خبرې ته دوام ور کوي او ليکي چې (هلته دسليمان دغره په نامه يو ستر غر دي. دافغانانو پاچا هم هلته اوسيږي. ) (۵۰)

ابن بطوطه په خپله سفرنامه کې په کابل ديوه وتلي ستانه افغان نوم هم اخلي او وايي چې (په کابل کې دشيخ امعيل افغاني په نامه يوه خانقا هم شته (او يخ اسمعيل افغاني) دشيخ عباس نومي سترولي شاګرد ؤ . (۵۱)

اما کوم اثر چې دکابل په ښار او شاوخوا سيمو کې په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې ، دپښتنو دحالاتو په باره کې ښايسته مفصل بحث لري هغه تواريخ حافظ رحمت خاني دي. په تواريخ کې دهغه مهاجرت په ترڅ کې چې وايي يوسفزو دپښتنو دپنځلسمې ميلادي پېړۍ په حدودو کې وکندهار له سيمو کې دډېر حشمت او شوکت خاوندان شول او دکابل ټول حدود او مضافات يې تر خپل تصرف لاندې راوستل .) (۵۲)

بيا ليکي چې دکابل پاچا الع بيګ ميرزا و. خو اصلي قدرت او واک اختيار ديوسفزو دمشر ملک سليمانشاه په لاس کې و. (۵۳)

بيا ليکي چې په کابل کې (يوسفزي هر ګوره غالب وو. دميرزا الغ بيګ پروايې نه لرله . دخپل اختيار څښتن وو هر چې ملک سليمانشاه او يوسفزو کول هغه به کېدل.......اسمعيل دمزکت زوي هسې يو بدمست او ظالم شرابي و چې اصيل خلق به يې په زور ظلم نرخ نرم کړ او څيزونه به يې اخيسبل او نياو يې چانه شه کاو ) (۵۴)

تواريخ داسې ښيي چې دپنځلسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې پښتانه په کابل او دکابل په شاوخوا سيمو کې ميشته او مسلط خلک دي. ده چې پدې سيمو کې به څومره پښتانه اوسېدل ، پدې باره کې سړي په يقيني ډول څه نه شي ويلي ، خو تواريخ داخبره په صراحت کوي چې دکابل دهغه رخت واکدار ، الغ بيګ ، يوازې ديوسفزو دقوم اوه سوه مشران په يوه ورځ ووژل .) (۵۵)

په کابل او شاوخوا سيمو کې دپښتنو دهستو ګنې او حالاتو په باره کې په بابرنامه کې هم ډېر څه راغلي او موږ وروسته په اووم فصل کې راوړي دي.

پښتانه دننګرهار او پېښور په سيمو کې:

په پخوانو تحريري آثارو کې دهغو سيمو دپښتنو په باره کې هم ډيرې يادونې شوې چې له ننګرهار نه دابادسيند تر غاړو پورې امتداد لري. حدودالعالم من المشرق الي المغرب بيا هم داسلامي دورې لومړني اثر دي چې ان په څلورمه هجري پېړۍ کې دننګرهار په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. کله چې ددې اثر مؤلف دننګرهار او لغمان په سيمو غږيږي، ليکي چې (بنيهار يو ځاي دي چې پاچا مسلماني کوي او له دېر شو نه زياتې مسلماني، افغانې او هندوې ښځې لري. نور خلک يې بت پرست دي او درې ستر بتان لري.) (۵۶)

داسې ښکاري چې د حدود العالم د پيدا شوې نسخې ناسخ د پورته عبارت داولې کلمې ټکي ، سهواً بېځايه ايښي او ننهار يې بنيهار کړي دي . دليل دا چې يو خو د حدود العالم د متن له قرينې نه داسې ښکاري چې مؤلف يې د ننګرهار د سيمې په باره کې غږيږي او بل دا چې خپله د حدود العالم درودونو په بحث کې هم دا کلمه واضحاً ننهار ليکل شوې ده.

(او بل هغه رود دي چې د لغمان او ددنبور په حدودو کې له غره نه راوزي او د ننهار له حد نه تېريږي. ) (۵۷) د حدودالعالم محشي، مينور سکي هم دا کلمه ننهار يا ننني ننګرهار بولي او وايي چې معنا يې نهه نهرونه ده. (۵۸)

عبدالجبار عتبي د هغو جګړو د بيان به ضمن کې چې سبکتګئين د کابل له شرقي حدودو نه دپيښور تر شاوخوا سيمو پورې د هندوشاهانو له مشر سره کړي دي، پدې سيمو کې د پښتنو يادونه کوي. دي ليکي چې د سبکتګين جګړنود هندوانو په لښکر (يو په يو حمله وکړه . ډېر زيات يې ورنه تباه کړل او پاتې يې ورنه وتښتيدل. وروسته تر دې نه هندوانو لکۍ په سر واړولې او له دغو ولاياتو نه يې طمع وشکوله..........د افغانانو او خلجيانو ولس چې ددغو سيمو کوچيان وو، د ناصرالدين په مېړونو کې شامل شول) (۵۹)

ابن اثير هم په کامل کې د کال ۳۶۶ هجري د پېښو د بيان په لړ کې ليکي چې د سبکتګين پو ځ هندوان مات کړل. وروسته له دې پېښې نه (هندوان خوار شول . زياتي يې بيرغ نه لاره او دايې ومنله چې د هيواد داسې سيمو ته ولاړ شي چې څوک نه ي ور رسېدلي. څرنګه چې وروسته له دې پېښې نه سبکتګين د قوت او شوکت خاوند شو افغانيانو او خلج يې اطاعت ومانه.) (۶۰)

وروسته رشيدالدين فصل الله په جامع التواريخ کې (تأليف : ۷۰۴ هجري ) دا مطلب تقريباً دالعتبي په عباراتو ثبت کړي دي. دي ليکي چې امير ناصرالدين (يو په يو حمله وکړه........هغه سيمې په اسلامي ملکونو ور زياتې شوې........د افغانانو او خلجيانو ډلې دهغه ځاي کوچيان وو......دهغه په مېړونو کې داخلې شوې.) (۶۱)

محمد قاسم هم دا پېښه په تاريخ فرشته کې ثبت کړې او ليکي چې ( وروسته له دې فتحې نه .........سبکتګين د خپلو اميرانو يو تن په پېښور کې پرېښود او دافغان او خلج قومونه يې چې ددغو سيمو کوچيان وو په خپلو مېړونو کې داخل کړل او غزني ته ولاړ.) (۶۲)

مير خواند هم دا مطلب هم دا مطلب په روضةالصفا کې ثبت کړي دي. (۶۳) ابوريحان بېروني (وفات ۴۴۰ هجري ) هم د هند په تاريخ کې وايي چې پدي سيمو کې افغانان ميشته دي . دي ليکي :

( په هغو غرونو کې چې د غرب په لور د هند سرحد جوړوي د هندوانو او يا هغو خلکو قبايل هست دي چې له هغوي [هندوانو] سره نژدې خپلوي لري. دا سرکش او زېږه قومونه دهندوانو د طايفو تر ټولو نه لرې سرحداتو پورې پراته دي.) (۶۴)

بېروني لږ وروسته په همدې اثر کې په صراحت وايي چې دا زيږه خلک افغانان دي. دي ليکي چې د هند د غربي سرحد په غرونو کې د افغانانو متعدد قبايل ميشته او د سندهدوادي تر ګاونډه پورې خپاره دي.) (۶۵)

بېروني په خپلو نورو آثارو کې هم دا غرونه د افغانانو د غرونو په نامه يادوي.

په صيدنه کې لېکني چې (داسطو خوزس.......دا ډول د هند د ځمکې د ، پرشاور [ پېښور] او د افغانانو د غرونو تر منځ ددهک (۶۶) خواته شين کيږي. (< ۶۷)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې : په جبال الافغانيه (۶۸) کې يو ډول وحشي زيتون پيدا کيږي چې وړې دانې لري ) (۶۹)

بېروني په يوه بل اثر ،اجواهر ، کې ليکي چې سره زر د افغانانو دتغر په سيمه کې پيدا کيږي. (۷۰)

شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجري) هم دافغانانو د غرونو يادونه کوي او داسي ښکاري چې مطلب يې همدا غرونه دي. دي ليکي چې (درې يم اقليم.....له ګجرات.....او دافغانانو له غرونو (۷۱) او ملتان نه تر سنده پورې امتداد لري.) (۷۲)

ابوالفرج روني د غزنوي سلطان علا‌ءالدوله مسعود بن ابوالمظفر ابراهيم د عصر شاعر دي. دغه سلطان چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۸ هجري پورې يې سلطنت کړي دي، په هند کې يې ډېر فتوحات کړي دي . (۷۳) روني دغه فتوحات ستايلي دي او ديوې قصيدې له يوه بيت نه يې داسې ښکاري چې د غزنويانو په عصر کې د اباسيند د غاړې د لرغوني ښار ، موهند ياويهند، اوسېدونکي هم پښتانه دي. روني وايي :

لشکر منصور او هنوز به موهند

برتن افغان تنيده است فغان را (۷۴)

لرغوني معتبر آثار موهن ياويهند يابيهند داباسيند په غاړه کې يو ښار او د ګندهار راپايتخت ګڼي . بېروني چې د پخواني هند د ځايونو او حالاتو د ښودلو او بيان په برخه کې دډېر وچ صلاحيت خاوند دي، ويهند د ګندهارا ي،ه قصبه او پايتخت بولي. دي په صفت المعموره کې ليکي چې ( ويهند دسند په وادي کې د القندهار (ګندهارا) يوه قصبه ده .) (۷۵)

همدي ؟؟؟؟بيا کله چې د هند په تاريخ کې ، دسيندونو او لويو لارو او بېلو بېلو سيمو په باره کې غږيږي ، وايي سړي چې (شمال غرب په لور ور وخوځيږي ، وروسته له اته فرسخه د بياته دسيند غرت ته د جيلم سيند ته ، وروسته له شل فرسخه د سند دسيند غرب ته د قندهار پايتخت ويهند ته او (بيا) پرشاور (پيښور) ته رسيږي.) (۷۶)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې (غوروند....يو لوي سيند دي او داقندهار له پايتخت يعنې ويهند نه کوز دبتور قصر ته نږدې دسند په سيند کې توييږي.) (۷۷)

يو بل ځاي په همدې اثر کي دويهند موقعيت په درجو او دقيقو ښيي اوليکي چې (پرشاور په څلور دېرش درجو او څلور څلويښت دقيقو، ويهند په څلور دېرش درجو او ل دقيقو عرض البلد کې ) واقع دي. (۷۸)

د مهاج السراج جوزجاني په طبقات کې هم دويهند کلمه بيا بيا راغلې. اودوهند ، ويهند بهند ، ومهند او ويهند په بڼه ليکل شوې ده. ي، ځاي په طبقات کې راغلي چې (په کومه شپه چې محمود (غزنوي) وزېږيد دوهند يابيهند......بتخانه چې دبرشابور (پېښور) په حدودو کې دسند دسيند په غاړه واقع وه ړنګه شوه.) (۷۹).

د البېروني او جوزجاني بيانات پدې کې هيڅ شک نه پريږدي چې ويهند يا موهند د اباسيند په غاړه کې يو ښار او دګندهارا پايتخت دي او روني وايي د غزنويانو لښکر په موهند کې په افغانانو ناتار جوږ کړ. ددې خبرې معنا داده چې داباسيند دغاړي پدې مهم ښار کې هم پښتانه اوسيدل. داځاي اوس دهنډ په نامه يادېږي.

فرشته هم وايي سلطان محمود د کال ۳۹۱ او ۳۹۲ هجري تر منځ په ويهند حمله وکړه او دهغه ځاي پښتانه يې وځپل. دي ليکي چې (سلطان محمود په کال ۳۹۱ کې بيا.......دبيهنده کلا ته ولاړ او هغه يې ونيوله......جيپال او نور اسيران يې......آزاد کړل. [خو] دافغانانو مشران يې ووژل او ځينې يې له ځان سره دنوکرانو په حيث بوتلل.) (۸۰)

کوم مطلب چې مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې (تأليف : ۶۲۶ ۶۳۳ هجري) داديرا نومی پښتانه په باره کې ليکلی دی، له هغه نه داسې ښکاري چې پښتانه د غزنويانو په عصر کې په پېښوراوشاوخوا سيمو کی هم ميشته او د هندوانو له دربار سره محور دي. مبارکشاه ليکی :

( مؤلف ديوه کار دپاره له پرشور (پېښور) نه بټی ګرام او شاپور ته روان ؤ. دپېښور يو پوه سپين ږيری ورسره ملګری شو....[سپين ږيری ورته وويل] دسلطان يمينالدوله محود [غزنوی]....په وخت کې اديرا نومی افغان دنر درې شحنه او کوټوال ؤ. اديراله جيپال پاچا نه له دې امله ووېريده چې يوه ورځ له جيپال سره ناست ؤ، [پاچا] مخ ور واړاو [او ورته] ويې ويل چې اديرا تاسو دغويی غوښه خورئ؟ اديرا ځواب ورکړ چې زه يې نه خورم خو.....) (۸۱)

فرشته هم دابوالحسن علی بن مسعود بن محمود دجلوس د کال دپېښو دبيان په ترڅ کې پښتانه له پېښور نه تر ملتان او سنده پورې خپاره ښيی او ليکی (علی بن ربيع دميرک وکيل په ملګرتيا....له يو شمير مريانو او اميرانو سره پېښور ته وتښتيد او هغه سيمه يې تر ملتان او سنده پورې ترلاسه کړه او افغانان يې چې خرابی او ورانی يې کاوه، په توره ايل کړل.) (۸۲)

تواريخ حافظ رحمت خانی هم دپنځلسمې ميلادی پېړۍ په وروستيو وختو کې له کابل نه داباسيند تر شرقی غاړه پورې پښتانه خپاره او هست ګڼي. ځينې له هغو يادونو نه چې تواريخ د کابل دپښتنو په باره کې کړې دي، موږ په همدې بحث کې پخوا را واخيستی، خو دپېښور په ارتباط ليکی چې (هغه وخت کې په پېښاور ، دو آبه، باجوړ، ننګرهار، کاله پاڼی تر هزارې تر سينده پورې دا واړه ملکونه ددلزاکو وو، هر چېرې دوی پرې ساکن وو ) (۸۳)

بيا ليکی چې (ملک هيبوبن جته دلزاک عمر خيل.......زرو کورو کم وبيش عمر خېلو سره په باجوړ کې په جندول کې اوسيده) (۸۴)

بيا ليکی چې (دلزاک ډېر لوی تومن دی پدې ملکونه هر چيرته دوی پراته دی. چنانچه په پېښاور ، په ننګرهار په تيراه په کال پاڼی ترپيښوره چې په کناره داباسين او په چج هزاره او په کرلغ هزاره چې له اباسيند نه پورې غاړه پراته دی، اوسېږی .) (۸۵)

تواريخ بدې او نورو سيمو کې ددلزاکو دسکونت نورې يادونې هم کړې دي.

په بابرنامه کې هم په هغو سيمو کې چې له ننګرهار او شاوخواسيمو نه داباسيند تر غاړه پورې امتداد لري دپښتنو او دهغو دژوندانه دحالاتو په باره کې ډېر څه ويل شوي دي او لوستونکی يې ددې ليکنی په اووم فصل کې لوستلی شی.

پښتانه په پخوانی<<افغانستان>> کې :

په ځينو پخوانو آثارو کې په هغې لويه سيمه کې هم په همدې وخت کې دپښتنو د سکونت او حالاتو يادونې وې چې هم سيفی هروي په تاريخنامه کې (تأليف ۷۱۸-۷۲۱ هجري) او هم ځينې نورو پخوانيو مؤلفينو د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده او موږ ددې ليکنې په اتم فصل کې پرې غږېدلی يو.

لومړنی معلوم تحريری سند چې ددې پراخې سيمې په ځينو برخو کې، دپښتنو د سکونت يادونی پکې شوي هغه د فردوسی د شهنامې ملحقات دي چې د ليکلو وخت يې د شپږمې هجري پېړۍ په حدودو کې ټاکل شوی او د ناظم نوم يې نه دی معلوم. ناظم د افغانانو او د هغو د مشر ، کک کهزاد ، په باره کې په ښايسته تفصيل غږيدلی دی خو دلته يې يوازې يو څو د مطلب ټکی را اخلو .

ناظم وايی چې ده ته يو بزګر د پخوانو خلکو له خولي داسې کيسه وکړه چې له غزنی نه ددرېو ورځو په فاصله يو لوړ غر و. په غره کې يوه ستره کلا وه چې دی وايی نوم يې مرباد و. وايی چې پدې کلا کې يو ډېر غښتلی توريالی او جنګیالی سپين ږيری افغان اوسېده چې نوم يې کک کهزاد او دزرګونو سپرو او پياده جنګی ميړونو مشرو. د زابل او سيستان له سيمو نه به يې مال او باج ټولاو . درستم پلار او نيکه ته يې چې د سيستان مشران او پهلوانان وو، څو څو واره ور ښودلی او باج او خراج يې پرې منلی ږ. زال به کک ته هر کال د غوايی په پوټکی ، لس مشکه زر ورکول . خو په پای کې دزال زوی ، رستم له کک سره ډغر کې ووهلې او مات يې کړ پدې وخت کې زال هم له سيستان نه ور ورسيد او لښکر يې له نورو پښتنو سره وجنګيد ډېر زيات افغانان ووژل شول او ناظم داهم وايی چې دکک د شاهنشاهی ماڼۍ ته ورننووت او تالا يې کړه. ناظم داهم وايی چې دکک دشاهنشاهي ماڼی په هر ګوټ کې يوه خزانه پرته وه او زال ته ډېرې زياتې په درو ښکلل شوې خولۍ ، په ياقوتو ښکلل شوې قباوې ، په لالونو ښکلل شوي تاجونه ، په ګوهرو ښکلل شوي ملاوستني ،سپوږمۍ غوندې ځلانده مينځې ، چينی غلامان او بېخی زيات دينارونه او خز او سمور په ګوتو ور غلل پدې پسې زال د مرباد کلا ورانه کړه.کک او دهغه وراره بهزاد دواړه يې ووژل . (۸۶)

خپله دشهنامې د ملحقاتو ددې کيسې د سريو څوبيتونه دادي :

چنين ګفت دهقان دانش پژوه

مراين داستان را زپيشين ګره

که نزديک زابل به سه روزه زاه

يکی کوه بدسر کشيده به ماه

يکی قلعه بالای آن کوه بود

که آن حصن ازمردم انبوه بود

به دژ دريکی بدکنش جای داشت

که در رزم با اژدها پای داشت

نژادش زافغان سپاهش هزار

همه ناوک اندازو ژوبين ګذار (۸۷)

اما کوم مؤرخ چې پدې سيمو کې دافغانانو يادونې هغه سيفی هروی دی. سيفی په خپل معتبر اثر ، دهرات تاريخنامه کې چې له کال ۷۱۸ نه تر ۷۲۱ هجري پورې يې د سلطان غياثالدين کرت په هدايت او مشوره ليکلې ده ، دافغانانو او هغې سيمې په باره کې چې په تاريخنامه او ځينې نورو پخوانو آثارو کې ، لکه تاريخ فېروز شاهی (۱۳۵۷م) ، روضات الجنات (۸۹۷-۸۹۹ هجري) او مطلع السعدين (۸۲۷-۸۷۵هجري) د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده ، يولړ دپوره اعتنا و مطالب راوړي دي.

سيفی دا مطالب اکثره دهغو يرغلونو دبيان په ضمن کې ياد کړي چې دهرات دکرت د کورنۍ مؤسس ، مشر ملک شمسالدين ، د (افغانستان) په بېلو بېلو برخو کې کړی دي. سيفی د تاريخنامې ديارلس فصله ، غونډ ، د (افغانستان) پېښو ته وقف کړي دي او ددې تر څنګه يې د افغانانو په باره کې ځينې نورې متفرقې يادونې هم کړې دي.

څرنګه چې دسيفی تاريخنامه لومړنی معلوم اثر دی چې د (افغانستان) نوم پکې ياد شوی او د (افغانانو) د سياسی ، نو له دې امله موږ ددغه درانده اثر دا ديارلس فصلونه ، ټول په مرتب مګر مختصر ډول را اخيستی او پداضمن کې مو يو نيم بل اثر مثلاً دزمچی اسفزاری روضاؤةالجنات ته هم کله ناکله اشاره کړې ده.

سيفی وايی چې چنګېز خان په افغانستان او سيمه باندې د خپلو يرغلونو او فتوحاتو په وخت کې ملک رکن الدين د غور او دغور دمضافاتو دملک په حيث ومانه. وروسته به چې ملک رکن الدين په غزنی کې د چنګيزی حاکمانو ليدنې کتنې ته ورته نو ملک شمس الدين کرت به يې هم له ځان سره بېوه . په همدې جريان کې ملک شمس الدين کرت چنګېزي مشرانو ته ښه ور وړاندې شو او د ملک رکن الدين له مرګ نه وروسته يې په کال (۶۴۳) هجري کې دغور د ملک په حيث ومانه او دملکی پګړۍ هم خپله جنګېزی مشر ، طاهر بهادر ، وروتړله کله چې ملک شمس الدين کرت په کال (۶۴۵) کې د غور د ملک بهادر ، ورو تړله ، کله چې ملک مسالدين کرت په کال ۶۴۵ کې د چنګيزيانو د لوی مشر ، منکو خان، دربار ته ورغی هغه د هرات توابع او ځينې نورې سيمې چې د سيفی دوخت افغانستان هم پکې شمل و، ورته په نامه کړې . ملک شمس الدين د چنګېزی منکو خان له يوه نژدې مشاور ، جاهو ، سدهرات ته ولاړ او دکرت د کورنۍ دواکداری سلسله يې پيل کړه ، څو کاله وروسته يط د (افغانستان) د نيولو بندوبست وکړ . په کال ۶۵۰ هجري کې يې يو هيئت چې په سر کې يې جاهو واقع ولېږه او وظيفه يې دواه چې د چنګيزي مشرانو او ملک شمس الدين فرمانونه د (افغانستان) واکدار ملک شاهنشاه ته ور ورسوي. هيست فرمانونه ملک شاهنشاه ته واورول. شاهنشاه د هيست مشر ته وويل چې (ملک شمس الحق والدين د کفارو په حکم دې ملک ه راغلی دی او موږ تر اوسه پورې چنګېز خانیانو ته ماليه نه ده ورکړی.) خو ملک شمس الدين ته به چې يو مسلمان ملک دی ، يو څه ماليه ومنو . له دې ځواب نه وروسته يې دېر تنه غلامان جاهو ته ورويښل او ملک شمس الدين ته يې هم ګران سوغاتونه وروليږل.

هيئت بېر ته ملک شمس الدين ته ته ورغی. ملک شمس الدين چې دا مهال په تکناباد کې و دملک شاهنشاه ددځواب له اورېدلو نه وروسته د خپلو ډېرو زياتو لښکرو سره په شاهنشاه دباندې د حملی په اراده ، مستونګ ته روان شو. شاهنشاه چې خبر شو له پنځه زره جنګی مېړونو سره د خاسک چوڼۍ ته چې له مستونګ نه بهر پرته وه ، ولاړ .

ملک شمس الدين د ۶۵۲ هجري کال د محرم د مياشتی په اوايلو کې د متونګ ښار کلابند کړ. خو څنګه چې پوه شو چې شاهنشاه د خاسک کلا ته تللی دی ، نو هلته پسې ورغی او کلايې محاصره کړه. کلا درې مياشتې محاصره وه او د ملک شمس الدين او شاهنشاه قواوو اوه ځله جګړه سره وکړه. خو شمس الدين کلاونه شوه نيولی . په پای کې د ملک شمس الدين قواوو د خاسک په کلا له هرې خوا حمله وکړه. دکلاور يې وسوځاو ، کلاته ور ننوتل او د ملک شاهنشاه ډېر زيات جنګی مېړونه يې ووژل . ملک شاهنشاه او دهغه زوی برامشاه يې هم له نوي تنه خپلوانو او نوابانو سره ګرفتار او مړه کړل. سرونه يې ترې پرې کړل او شاو خوا سيمو ته يې د نورو د عبرت دپاره واستول.

ملک شمس الدين د ۶۵۳ هجري کال د هور په مياشت کې له مستونګ نه د (افغانستان) د يوې بلې کلا ، تېري، دنيولو په نيت روان شو. دتېري د کلا کوټوال يو ډېر لوى د نامه او قدرت خاوند، المار افغان و.ده هغو فرمانونو ته چې جاهو (افغانستان) ته وړي وو، ډېر کلک ځواب ورکړى و او ويلى ىې وو چې (که زما ټول خپلوان او عزيزان د ملک شمس الدين خدمت او ماليه ومنى زه المار به يې تر مرګه ونه منم. نه دهېڅ سلطان په وخت کې زما پلرونو او نىکونو د مغولو خدمت منلى او نه يې د کفارو ماليې ته تن ور کړى دى. څو واره طاهر بهادر او سالى نو ين زاغلل خو سره له خپلو سترو لښکرو پېمانه او مړه مړه څټونه بېرته ولاړل. موږ دامنو چې شب تنه غلامان ملک شمس الدين ته ور ولېږو خو که تر دى زيات څه غواړي نو بيا به په توره او ډال فيصله کېږي.) (۸۸)

کله چې د ملک شمس الدين لښکر د تېري کلا ته ور ورسېد، له هرې خوايې حمله پيل کړه. جګړه شپېته ورځى روانه وه. په پاى کې ملک شمس الدين کلا ونىوله. المار ګرفتار او په ملا کې يې دوه ټوټې کړ. دالمار دپنځو سو تنو صاحب منصبانو سترګى يې په سره سيخ ورنه وايستې. له پنځو سو تنو نه يې پښې او لاسونه پرې کړل. دپنځو سو تنو يې غوږونه او پوزې ور پرې کړې او پدې ډول يې د (افغانستان) ديوه بل لوى مشر ، المار مېنه بېخى سپېره کړه.

شعيب افغان ، د (افغانستان) يو بل لوى مشر و چې ملک شمس الدين غوښتل ويې ځپي ، سيفى وايى چې شعيب يو نوميالى او زړور افغان او دسرنا (۸۹) د قوم و. يو زرو پنځه سوه جنګى مېړونه ورته ولاړوو. کله چې ملک شمس الدين په کال ۶۵۱ هجري کې د (افغانستان) په يرغل ور ووت، شعيب کشمير ته واوښت. خو کله چې خبر شو چې ملک مس الدين د خاسک او تېرې کلاوې ونيوې نو بېرته (افغاستان) ته ولاړ.

د ملک شمس الدين يوه لوى مامور، محمد نهى، چې پنځه سوه مېړونه ور سره وو په ګرمسير کې ماليه ټولوله. شعيب ځان ګرمسير ته ورساو او د محمد نهى په مېړونو نيمه شپه ورولوېده. ډېر يې ورنه ووژل او يو شمېر اسونه يې ورنه بوتلل.

کله چې ملک شمس الدين کرت پدې پېښه خبر شو نو د شعيب د ټکولو دپاره (افغاسنتان) ته رون شو، شعيب سمدستى د کهيرا کلاته پناه يووړه، سيفى وايې دا کلا دومره پخه او له دومره شتونه ډکه وه چې (نه په څلور کونجه دنيا کې بله داسى کلا موجوده وه اونه يې پرته د قارون ملعون له ګنج نه بل چېرته د خزانو او ذخيرو سارى و.) (۹۰)

تاج الدين د کال ۶۵۴ هجري دربيع لاول به مياشت کې ځان له دوو زرو سپرو او سالارانو سره د دوکۍ کلا ته ور وساوه. د جنګ نغاره يې وغږوله او خپلې لښکرې يې له کلانه را تاو کړې. سندان هم له اوه سوه مېړونو سره ور وووت او جګړه پيل شوه. جګړه او خونريزي اتلس ورځې روانه وه. په نولسمه ورځ ملک شمس الدين خپله هم له خپل عظيم لښکر سره ور ورسېد. د شمس الدين دلښکر او دسندان د مېړونو تر منځ پنځه ورځى د کلا دوره کۍ کلا وروسوځاوه او دکلا يو برج يې ونيو. سندان خپله هم له دوو سوو مېړونو سره له کلا نه ور وووت او جګړه يې پيل کړه. د شمس الدين يو شمېر عسکري مشران او لويان يې ووژل. هو په پاى کى خپله هم له خپلو مېړونو سره ووژل شو او ددوکى کلا هم ملک شمس الدين ونيوله.

سيفي ليکي چې ددوکى دسيمې يو مير مالداران او غټان ملک شمس الدين ته ورغلل او ورته ويې ويل چې ددوکى له کلانه او يا فرسخه جنوب ته دافغانى غلو يوه ډله ده اودا تخمين دېرش کاله کيږى چې لارې وهى. دوى له ملک شمس الدين نه خواست وکړ چې دغه افغانان چې د کنکان او نهران په نامه يادېږى، وځپى. ملک شمس الدين دوه زره سپاره د ځينو وتلو سالارانو په مشرۍ د کنکان او نهران ټکولو ته ور وليږل.

وروسته له ورځو ورځو جګړو نه له دواړو خواوو پنځه سوه تنه ووژل شول. په پاى کې د ملک شمس الدين د سالارانو ټول پوځ يو وار په کنکان او نهران ورغى. سل تنه يې په جګړه کې ورنه ووژل او نور ټول يې له ټول مال او آل سره ملک شمس الدين ته ور وستل. شمس الدين داوياتنو نه لاسونه وايستل او نور يې د (افغانستان) ىوه مر ، ملک جاول ، ته چې له شمس الدين سره يو ځاى شوى و، وروبښل.

د کنکان او نهران له ځپل کېدلو نه وروسته ،د (افغانستان) دوو لويو مشرانو ، ملک تاج الدين او ملک جاول په ګډه ملک شمس الدين ، د (افغانستان) ديوې بلې کلا ورانولو ته ور وباله . دا کلا د ساجى په نامه يادېده او سيفى ويې چې پدې کلا کې (زروتنو داسې توريالو او زړورو افغانى مېړونو ژوند کاو چې ديزدګرد له وخت نه بيا تر اوسه پورې يې هيڅ پاچا ، ملک او حاکم ته داطاعت سرنه و ټيټ کړى او بې پروايى، توره ، او زړورتيا يې له تصور او عقل نه وتلى وو) . (۹۱)

ملک شمس الدين دا ومنله چې د ساجى په کلايرغل وکړى .خو ده ددې مهم د ترسره کولو دپاره يې له چنګيزي سالار قنقور داى نوىن نه هم دوه زره جنګى مېړونه وغوښتل. څنګه چې دا مېړونه ور ورسېدل د ساجى په کلا ورغى . جګړه يې پيل کړه. او ورځې ډېر کلک جنګ روان و او له دواړو خواوو نه دومره خلک ووژل ول چې سيفى وايى وىنو سيلاوونه روان شول. په پاى کې ملک شمس الدين ځان د کلا وره ته ور ورساوه خو څنګه چې ورله او سپنې نه جوړو نو ژر يې مات نه شو کړى. دوه ورځې هلته پراته وو او په جګړه کې زر تنه نور هم له دواړو خواوو ن ووژل شول. په درې يمه ورځ د کلا خلک دوه ګونده شول او له يوبل سره يې جګړه پيل کړه. غالب ګوند د کلا ور ددښمن د قواوو پرمخ پرانيست. ملک شمس الدىن دکلا خلک څوک ووژل او څوک يې اسير کړل. کلا يې ورانه کړه او ډېر زيات غنايم يې ورسره يووړل.

په کال ۶۵۷ هجري کې ملک شمس الدين بيا مخ په (افغانستان) وخوځېد او داځل يې هدف د (افغانستان) ديوې بلې ډېري سرې اوپخې کلا ، بکر ، نيول و . شمس الدين په ډېره بيړه ځان د کلا سىمې ته ور وساوه اوله کلانه اته فرسخه لرې له خپل پوځ سره دېره شو. له هغه ځاى نه يې خپل پنځه تنه سالاران او وتلى کسان کلاته ور ولېږل او دکلا له مشرانو نه يې وغوښتل چې په خپله خوښ دملک مخې ته ور ووزى. خودکلاوالى دملک شمس الدين استازو ته ډېر سخت ځواب ورکړ او ورته ويې ويل چې که شمس الدين له ځان سره ښه کوي نو بايد چې دده کلاته چپ ونه ګوري.

کله چې شمس الدين ته دبکر دوالى ځواب ور ورسېد، سمدستى يې خپلې لکرې وخوځولې اودبکر د کلاشاوخواته يې واچولې. جګړه پيل شوه اوله دواړو خواوو نه ډېر زيات مېړونه ووژل ول چې په هغوى کې د شمس الدين څو تنه لوى پوځى منصبداران هم شامل وو. جګړه دولس ورځې روانه وه. په ديارلسمه ورځ د کلا ىو شمېر مخور شمس الدين ته ورغلل او ورنه ويې غوښتل چې ددوى خراج ومنى او دکلا محاصره ختمه کړي. شمس الدين دهغو خبره ومنله او جګړه يې بنده کړه.

د کلاوالى لس زره ديناره ، لس خرواره غله، يو مېر عربى اسونه ، پنځوس تنه غلامان او ډېر نور سوغاتونه شمس الدين ته ورکړل ملک مس الدين هم دبکر د کلا مخورو ته سوغاتونه ورکړل او وروسته له څلورو ورځو نه بېرته ولاړ. زمچى اسفزاري وايى چې شمس الدين له دې ځايه زمينداور ته ولاړ او هلته يې د ملک شاهناه زوم، ميراناه ، چې په مستونګ او دخاسک په چوڼۍ باندې د شمس الدين ديرغل به وخت کې تښتېدلى و، ونيو او ويې واژه . خو سيفى بيا د ميرانشاه به باره کې واىى چې هغه له خاسک نه مخامخ سىستان ته ولاړ او هلته بيا د شمس الدين ىوه نوميالى سالار ، محمد نهى ، وواژه.

سيفى ليکى چې يوه ورځ ميرانشاه او دهغه ټولو خپلوانو او عزيزانو په ىوه باغ کې مېله جوړه کړې وه او دسرو شرابو درنګىنو پيالو به شرنګ يې دزړه زنګ لرې کاوه . چې محمد نهى له پنځو سوو مېړونو سره يرغل پرې وکړ . خونړۍ جګړه ونته . خپله ميرانشاه په جګړه کې ووژل شو او زوى يې ، سالار، دمن ګرفتار کړ او وروسته يې هغه هم وواژه.

د ميرانشاه مشر ورور، ملک تاج الدين، چې له ملک شمس الدين سره په تکناباد کې هغه وخت ىو ځاى وى و چې شمس الدين اول ځل په (افغانستان) باندې ديرغل په نيت هلته تللى و، له شمس الدين نه جلا شو . په مستونګ کې يې د شمس الدين حاکم ، غوري سپهسالار ، وواژه او په مستونګ کې يې خپله پاچا يې اعلان کړه. سيفى واىى کله چې ملک تاج الدين قدرت ته ورسېد ډېر ژر يې دافغانى ميړونو ىو لوى پوځ جوړ کړ چې دټولو شمېر يې لس زرو ت رسېده. سيفى دلته دهغې جګړې يادونه هم کوى چې ، ظاهراً ،دترينو قوم دملک شمس الدين له يوه سالار سره کړې ده او ملک شمس الدين هم ورګډ شوى دى.

کله چې دملک شمس الدين ىو لوى سالار دىوه خاص ماموريت په ترڅ کې د مستونګ به حدودو کې دبينى کاو په نامه يوه ځاى ته ور نژدېشو، نو دهرتز ترى [ترين] (۹۲) له قوم سره يې پداسې وخت کې جګړه پيل کړه چې هرمز په خپله خيمه کې له مطربې سره د شرابو پيالې په سر اړولې. خو کله چې د جنګى ميړونو او اسونو ځوږ او دنغارې اوشپېلۍ غږ کړ، د هرمز له غږ سره سم (پوره دوه زره افغانى مېړونه چې دشنو زمرو په څېر حملې او وژلو ته ټک ناست وو، ور ووتل. هرمز لکه دپولادو غر خپل زين کړى اس ته ور پوته شو. هندوستانۍ توره يې راوغورځېد . (۹۳) خو زور يې ونه رسېد او په شاولاړ. پدې وخت کې د مستونګ نوى واکدار، ملک تاج الدين چې بينى کاوته د مغولى واکدار ، نکودر، مخې ته ورغلى و اودهرمز په حال خبر شوى ؤ . دهرمز مرستې ته ور ووت ټوله ورځ جګړه روانه وه هو ددشپي له راتګ سره بنده شوه او هر څوک په خپله مخه ولاړل.

په کال ۶۶۶ هجري کې ملک شمس الدين په تيرايانو يرغل وکړ. سيفى واي چې تيرايان (په لوړو غرونو او ډزرو ګرانو ځايونو کې ميشته وو او نه يې هيڅکله هيڅ پاچا ته باج او خراج ورکړى و اونه يې هيڅ وخت دچا اطاعت منلى و.) (۹۴) ملک شمس الدين پوره دوه نيمې مياشتى ورسره وجنګيدو او په پاى کې تيرايانو خپلې کلاوې دهغه کوټوالانو ته ور تسليم کړې . شمس الدين دتيرايانو څاوري په خپلو عسکرو وويشل او خپله له ډېرو زياتو غنايمو او اسيرانو سره هرات ته ولاړ.

ملک شمس الدين په کال ۶۷۶ هجري کې به تبريز کې مړ شو او پرځاى يې زوى ، کر ملک شمس الدين په تخت کښېناست. دغزنى و هرات دولايتونو ټول واليان ورغلل او دهغه اطاعت يې ومانه، مګر د کندهار حاکم داکار ونه کړ او ځکه نو کشر ملک شمس الدين کلکې جګړې ورسره وکړې.

داوو دهغو مطالب اساسى ټکى چې دسيفى د تاريخنامې په ديارلسو فصلونو کې د (افغانستان)سد حالاتو په اربتاط راغلى او موږ د لوستونکو کار دآسانتيا دپاره دلته په ښايسته مختصر ډول، خو داسې ثبت کړل چې د مفهوم به لحاظ څه کمى پکې رانه ى. پدې مطالبو کې دهغه وخت دپښتنى ټولنې دسياسى او اجتماعى ژوند په باره کې يو شمير ارزښتناکه ټکي راغلي او موږ په شپږم فصل کې ځانته بحث پرې کړى دى. دلته يوازې دومره واىو چې په تري ، بينى کاو، شال، مستونګ ، دوکۍ، کهيرا، ساجى او بکر او د (افغانستان) په نورو برخو کې له پښتنى مشرانو او دکنکان او نهران افغانانو له لويانو سره د ملک شمس الدين اودهغه دپوځى مسرانو او همکارانو د جګړو او نورو مربوط حوادثو تشريحات چې اساسى ټکى يې لږ وړاندې راواخيستل شوى، په اومه هجري پېړۍ کې به يوه پراخه ساحه کې دپښتنو دهستو ګنې ښکارندوى دي او داهم ښيى چې په شپږمه او اومه هجري پېړۍ کې يوه ښايسته لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده.

په تاريخنامه کې ىو شمېر متفرقې يادونې هم دسيفى دوخت په (افغانستان) او ږر څېرمه سيمو کې دپښتنو په ارتباط راغلي دي.
کله چې مشر ملک شمس الدين کرت په کال ۶۴۸ هجري کې له هرات نه د مستونګ دلاندې کولو په نيت خوځيرى، په لاره کې له سيستان، فراه ، اسفزار او غور نه دنورو تر څنګه ډېر پښتانه جنګى مېړونه هم ټولوي او کله چې تکناباد ته رسېږي، هلته يې په لښکر کې ديښتنى جنګى مېړونو شمېر دومره زيات دى چې ملک شمس الدين بېخى خاص قوماندان ورته ټاکى او هغه د (افغانستان) يو لوى مشر ملک تاج الدين دى چې همدلته په تکناباد کې له ملک مس الدين سره ملګرى شو. (۹۵)

کله چې چنګېزي شهزاده يسور له تکناباد نه دسيستان د يرغل په نيت خوځيږى، هغه هم له دې سيمې نه ډېر زيات جنګى مېړونه راټولوى او د تاريخنامې له متن نه داسې ښکاري چې په هغو کې پښتانه هم شامل دي، ځکه کله چې يسور له دغه يرغل نه بېرته راګرځى او څو ورځي ړ خوښۍ جشنونه جووړوي، پښتنو مشرانو او لويانو ته بېخى خاصه توجع کوي و ډېر يې غټوي.

د کندهار دتېري په سيمه کې چې تر اوسه هم په همدې نامه يادېږى، ددغه ځاى ديوه لوى مشر ، المار افغان او دملک شمس الدين کرت د ضواوو تر منځ جګړې او نور تذکرات. چه تفصيل يې لږ وړاندې راغى ، ددې ښکارندوى دي، چې کندهار له ډېر پخوانه دپښتنو ټاټوبى دى.

دسيفى پر تاريخنامې علاوه، يو شمېر نور آثار هم ، ددې خبرې مؤيد دي چې د کندهار په ولايت او حدودو کې له ډېر پخوانه پښتانه آباد دي.
په روضات الجنات کې (تأليف : ۸۹۹-۸۹۷ هجري ) کندهار دپښنو ټاټوبى بلل شوى و پکې راغلى چې ددغه ولايت اوسېدونکي افغانان هست دي. (۹۶) بيا ليکى چې (دکندهار دولايت اوسېدونکى افغانان دي او له دې ځايه مريان هرات ته بيول کېږي) (۹۷)
عبدالرزاق سمر قندى هم په مطلع السعدين کې (تآليف : ۸۷۵-۸۷۲ هجري) دکندهار په سيمه کې پښتانه خپاره ګڼى او ليکى:
(خبر راغى چې د قندهار ملک سيفل زوى ا ملک محمد......يو بل سره جګړې کوي...او يو شمير افغانان غلو په ګرمسېر او د قندهار په شاوخواکې ان د سند دسيند تر غاړې پورې خلک په فغان زاوستي دي.) (۹۸) سمر قندى يو بل ځاى دآل مظفر دواکدارۍ دوخت د پېښو په لړ کې ليکى چې شاه شجاع وروسته د کرمان له مهماتو نه د ګرمسېر افغانانو ه متوجه شو او (څرنګه چې د ګرمسير ولايت ډېر آباد و، پادشاه حکم وکړ چې بايد افغانان منظمه ماليه ور کړي، که نه وي نو هر کال به زر مېړونه يرغل پرې کوى. افغانانو د څه تخفيف غوښتنه وکړه، مګرونه منل شوه او داسې فيصله وشوه چې بايد هر کال د خراج بهه ډول ماليه ور کړي (۹۹)

په راتلونکي فصل کې به وګورو چې په تذکرةالابرار والاشرار، رياض المحبت او خلاصة الانساب کې هم کندهار له ډېر پخوانه د پښتنو ټاټوبى ګڼل شوى دى.

تواريخ حافظ رحمت خانى هم دا خبره تائيدوي او ليکى چې (ملک تاج الدين ستر مېړه او دبرم خاوند و. کله چې خشى قومونه يعنى يوسفزى ګګياڼى او ترکاڼى د قندهار په سيمو کې د ګاړې ، د نشکى، ډوک او ډاګ په سيمو کې اوسېدل ټول د هغه تر فرمان لاندې او باتع وو.) (۱۰۰) په تواريخ کې نور داسې مطالب هم راغلي چې کندهار له پخوانه د پښتنو ټاټوبى بولي.

ځينو مؤرخينو دافغانستان په شمالى سيمو په تېره بيا دبلخ په شاوخوا کې ، د ځينو پيښو دپيان په ضمن کې هم دپښتنو يادونه کړې ده.

عبدالجبار عتبى (مرګ : ۴۲۷ هجري) وايى چې سلطان محمود دا يلک خان له قواوو سره د مقابلې دپاره د نورو تر څنګه افغانى جنګى مېړونه هم راټول کړل . دى ليکى:
( ايلک خان له پنځوس زره مېړونو سره له جيحون (آمو) نه تېر شو.... او دراتګ خبر يې په طخيرستان (تخارستان) کې سلطان (محمود) ته ور ورسېد. (هغه) سمدستى ولېږدېد او بلخ ته ولاړ چې ددوى طمع له هغو نواحيو نه وشکوي او د څوري او وښو لار پرې وتړل شى ، او دجګړې بندوبست يې وکړ او دترک او خلج او هند او افغانى د قومونو او د غزله طايفې نه يې ډېر لښکر راټول کړ او دبلخ په څلور فرسنګي کې د مرخيال په پله.....پياده و) (۱۰۱)

دا پېښه ابن اثير هم په کامل کې ثبت کړې (۱۰۲) او وروسته رشيد الدىن به جامع التواريخ کې داسي ليکلې ده.

سلطان محمود له تخارسان نه (سمدستى روان شو او بلخ ته ولاړ... او د ترک او خلج او هندو او افغانى قومونه او دا غوز مېړونه يې ډير زيات را ټول کړل.) او جنګ ته ور وووت. (۱۰۳)

جو ينى هم کله چې په کال ۶۵۸ کې دمروې په يوه پېښه غږيږي، هلته د هغو افغانانو يادونه کوي چې مغولى جرنيلانو ، ظاهراً ، له شاوخوا سيمو نه راټول کړي دي. جوينى لىکي:

(....د تالقانو له حدودو نه قراچه نوين دهغه ځرى شو او له يو زر سپرو او پياده وو سره ناڅا په مروې ته راغى او بيا يې په زخمونو مالګه و دوړوله او هر څوک چې په لاس ورغى ويې واژه.....او په هغه پسي قونثو نوين له سل زره خلکو سره را ورسېد او عذابونه او شکنجې يې پيل کړې او غزنوي خلجيانو او افغانيانو چې مخې ته يې اچولى وو، داسې نا دودې پيل کړې چې سارى يې چا نه وليدلى (۱۰۴) ځينو ته به يې اور اچاو او ځينې به يې په نورو شکنجو وژل...) (۱۰۵)

کومې يادونې چې تر دې ځايه وشوې ، اکثره د سند دسيند د غربى پلو د پښتنو په باره کې وې. خو په پخوانو لىکل شوو اسنادو کې له ډېر قديم نه دهغو پښتنو ىادنې هم وې دى چې د پښتونخوا په امتداد له اباسيند نه پورې غاړه پراته دي.


پښتانه په سند کې :

محمد قاسم فرشته وايى چې يخ حميد لودي ان د غزنويانو د سلطنت له تأسيس نه پخوا لا په ملتان کې والى و او ددغو سيمو افغانان يې په پوځى چوڼيو کې ددې دپاره ځاى پر ځاى کړل چې په لمغان او ملتان باندې د تېريو او يرغلونو مخه ونيسى. فرشته وايې له همدې امله ( د سبکتګىن پاليسى داوه چې ، هر څنګه کيږي ، د شيخ حميد په سيمو باندې له يرغلونو ځان وژغوري .) (۱۰۶)

يو بل معتبر او پخوانى اثر چې د اباسيند په غربى سيمو په تېره بيا په ملتان او دهغه ځاى په شاوخوا سيمو کې د څورلسمې ميلادى پېړۍ په او له نيمايى کې د پتنو يادونې کووي او په حالاتو يې يو څه رڼا اچوي ، هغه د ابن بطوطه سفرنامه ده. بطوطه وايى:

(شاه افغان د سند د ملتان په ولايت کې ياغى شو او دهغه ښار امير يې چې بهزاد نومېده وواژه. څرنګه چې هغه [محمد اه تغلق] له اه افغان سره د جګړې دپاره عسکرو د تياري امر وکړ او څنګه چې (شاه افغان) ته معلومه وه چې مقاومت نه شى کولى نو خپلو اقوامو ته چې په لوړو غرونو کې اوسېږي ، ورغى. سلطان دې خبرې ډېر زيات په غوسه کړ او امر يې وکړ چې دهغه په قلمرو کې دې ټول افغانان ونيول ى. دا امر د قاضى جلال د مخالفت سبب و. قاضى جلال له افغانانو سره د کنبايې (کمبې) او بلوزرې ښار ته نژدې ميشت و. سلطان چې افغانانو د قلع و قمع فرمان صادر کړ، ملک مقبل ته يې هم ىو ليک واتاو. په ليک کې ملک مقبل ه چې د جزرات (ګجرات) او نهر واله په سيمو کې وزيرو ، هدايت ورکړل شو چې قاضى جلال او دهغه اطرافيان په يوه بهانه ونيسى..قاضى جلال د پاچاهى دعوه وکړه او د سلطان عسکرو ته يې ماته ور کړه. ددولت آباد افغانانو هم بغاوت وکړ. سلطان خپل نايب ، نظام الدين ته امر وکړ چې د ملک مل زوى او ددولت آباد نور افغانان ونيسى...خو خبره بل راز شوه...افغانانو په نظام الدين او دهغه په مېړونو حمله وکړه ، ډير يې ورنه ووژل او خپله نظام الدين يې ونيو. بيا ښار ته ننوتل خزانې يې ونيولې او دملک مل زوى يې د خپل واکدار په حيث وټاکه...کله چې د کنبايې او دولت آباد دپېښو خبر سلطان ته ور ورسېد،.....خپل زوم اعظم ملک بايزيد يې له څلور زره جنګى مېړونو سره جنګ ته ولېږه. [خو] دقاضى جلال لښکر ماته وکړه...سلطان [محمد شاه تغلق] خپله له لښکر سره ور ورسېد. قاضى جلال ټينګارونه و کړى اوله ىو شمېر مېړونو سره وتښتيد....[او] په دولت آباد کى دملک مل زوى ناصر الدين سره يو ځاى شو. سلېان پخپله له لشکر سره پسې ورغى...[ياغيانو] ماته وکړه. دملک مل زوى او قاضى جلال...ددويقير کلاته بناه ىووړه. (۱۰۷)

ابن بطوطه وروسته دولت آباد ته ځى. هلته دښار دبېلو بېلو برخو د معرفي په لړکې ددوىقير په کلا هم غږيږى او بيا د ملک مل د زوى او قاضى جلال ىادونه کوي او ديوه حکايت په ضمن کې خپله دملک مل او يوه بل پښتانه ، چې ددوىقير په کلا کې ورسره بندى و، نومونه اخلى او ليکى چې (ملک خطاب افغانى ماته حکايت وکړ چې ىو وختى ددغې کلا [ىعنى دويقير] په کوهى کې چې دمږو دکوهى به نامه ىادىږى بندي وم. ده ويل هره په به مږى راتلې چې ومې خوري او ما به مجادله ورسره کوله. [ په پاى کې سلطان] له کوهى نه راو ايستم او ددې خبرې دليل داو چې ملک مل [افغان] زما خواته يوهکوهى کې بندى و ودهغه ګوتې او سترګې مږو وخوړې او مړ شو. (۱۰۸)

ضياءالدين برنى هم په تاريخ فيروز شاهى کې (تأليف : ۱۳۵۷م) د سلطان محمد تغلق د پېښو دبيان په ضمن کې د ملتان ، دولت آباد او ګجرات دپښتنو يادونې کړې دي. دا يادونې د تاريخ فېروز اهى په ۱۸۲-۱۸۳ او ځينو نورو مخونو کې راغلى دي.

داوو هغه اسناد او مدارک چې خپله په پښتونخوا او دپښتونخوا په امتداد پرتو سيمو کې دپښتنو د حضور او سکونت يادونې پکې شوې او موږ دلته ، کلاً يا قسماً، راواخيستې . باور دى چې به ليکل شوو اسنادو کې به پدې اوږده موده کې دپښتنو به باره کې نورې ىادونې هم شوې وي. خو موږ ته به متونو کې ديو څه کر واړو به ضمن کې فقط همدا مخې ته راغلې وې او ګرانو لوستونکو ته مووړاندې کړې : (څه چې تيار هغه ديار ).

خو بايد وويل شى چې به پښتونخوا کې دپښتنو دسکونت تر څنګه يوه بله خبره هم داسې يوه بحث ته ضروروت لري چې په زړو متونو بنا شوې وي او هغه له يوې سىمې نه بلې ته دپښتنو دپخوانو مهاجرتونو مسأله ده او زموږ ددې ليکنې دابل فصل په همدې باره کې دى.


د څلورم فصل ياد داشتونه:

۱ ) البته پښتانه له ډېر پخوانه هندوستان ته هم لېږدېدلي او هلته يې لوى او واړه حکومتونه جوړ کړى دي او په ايران کې يې هم ىو څه موده واکداري کړې ده. خو څرنګه چې موږ دلته هغه يادونې را اخلو چې خپله دپشتنو په ملک اوله هغه سره څنګ په څنګ او نښتو سىمو کې دپشتنو په باره کې شوې دي، نوله دې امله هندوستان يا ايران ته وړاندې نه ور تېرېږو.

۲ ) د سول له نامه او موقعيت نه داسې اټکل کېدلى شى چې دا به دا اوسني شم دسيمې يوه آبادي وي. شمل دپشکتيا يوه اوږده دره ده چې د څټې کنډو او ملکى تر منځ پرته ده او اوسېدونکي يې ځدراڼ دي. کوم سىند چې پدي دره تير وى هغه هم دشمل په نامه ياديږي.

۳ ) حدودالعالم من المشرق الى المغرب ، مخ ۳۷۲.

۵ ) رشيد الدين، فضل الله ، جامع التواريخ ، ټوک۲، جز۴، مخ۹ .۲ د حمد الله تاريخ ګزيده ، مخ ۳۹۴ ، ابن اثير، کامل ، ټوک ۱۶، مخ ۳۰۸.

۶ ) ابن اثير ، کامل، ټوک ۱۶ ، مخ ۲۹.

۷ ) بلخى ، عنصرى ، دېوان ، مخ ۳۰۸.

۸ ) طوسى، اسدى چې دابيت يې د کهبر د کلمې په باره کې د شاهد به توګه را اخيستى دى، وايى چې کهبر په هندوستان کې ديوه ولايت نوم دى. لغت فرس ، مخ ۱۶۱، برهان قاطع هم کهبر د هند يو ولايت بولى . برهان قاطع ،ټوک ۲، مخ ۱۷۴۵.

۹ ) سلمان ، مسعود سعد ، دېوان ، مخ ۴۱۸.

۱۰ ) همدا اثر، مخ ۱۷۵.

۱۱ ) همدا اثر، ديباچه، مخ ۲.

۱۲ ) دا کلمه په کامل کې اوغنان لىکل وې ده. خو يقيناً دا کوم ناسخ املايي سهوه ده.

۱۳ ) ابن اثير، کامل، ټوک ۱۸ مخ ۱۷۹.

۱۴ ) د کړمان دره چې له شمال ختيځ نه دجنوب لويديځ په لور اوږده پرته ده، تخمين نهه کروه اوږدوالى لري.په شمال کې په سپين غره لګېږي. کوم سيند چې له دې درې نه راوزى له هغه سيند سره يو ځاى کېږى چې له زيران درې نه راوزي او بيا داوزى خېل (دادځاځيو يوه پښه ده) له کليو نه درې کروه لرې د کرمې په سيندور ګډيږي. (راورټى ، د افغانستان او بلوچستان ديوې برخې په باره کې ياد داشتونه ، مخ ۸۲).

۱۵ ) ابن اثير، کامل ، ټوک ۲۰، مخ ۲۱۶.

۱۶ ) فرشته، محمد قاسم ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۷.

۱۷ ) همدا اثر، مخ ۸۶.

۱۸ ) دا په ډېر غالب ګومان هغه دره ده چې دزيران په نامه ياده شوې ده. دا دره له سپين غره نه مخ په جنوب لويديځ امتداد لري او اوږدوالى يې پنځه کروه دى. يو کوچنى سيند چې له سپين غره نه راکوزېږي پکې تېر شوى او په پاى کې د کړمان له سيند سره يوځاى شوى دى. ددې درې اوسېدونکى توري دي. خو يو څه ا؟؟ن کار هم پکې شته .( راورټى، همدا وړاندې ياد شوى اثر، مخ ۲۸).

۱۹ ) فرشته ، تاريخ فرشته، مخ ۱۰۵

۲۰ ) دا ځاى په بابرنامه کې هم بيا بيا ياد شوى او دکرماش په بڼه لىکل شوى دى.

۲۱ ) ابن بطوطه ، سفرنامه ، ټوک۱، مخ ۴۴۶-۴۴۷ .

۲۲ ) کوم مطالب چې ما دلته را اخيستى هغه د ظفرنامې په دوهم ټوک کې له مخ ۳۴ نه تر مخ ۴۱ پورې او دهمدې ټوک له مخ ۱۳۴ نه تر ۱۳۷ پورې راغلي دي.

۲۳ ) ماته پدې نامه د پښتنو دهيځ قوم او قبيلې څرک ونه لګيده.

۲۴ ) په ظفرنامه کې دانوم ارياب ليکى شوى او مطلب يې يقيناً همدا نننۍ د ځاځيو اريوب دره ده چې راورټي يې هم ايرياب ليکى او داسې يې معرفى کوى:

دارياب دره پېواړ غرب ته شمالاً او جنوباً پرته اوشل کروه اوږده ده. اواره ځمکه يې کمه ده خو ډېره مثمره دره ده. اوسېدونکى يې ځاځى دى. ( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱).

۲۵ ) شلو زان يا شنوزان د پېواړ شرق ته يوه لويه دره ده چې شمالاً او جنوباً پرته او ، اوه کروه اوږده ده. دا دره په شمال کې له سپين غره سره يو ځاى کېږي. يو کوچنى سيند هم ورنه راوزي او دپېواړ له سيند سره يو ځاى کېږي. اوسيدونکى يې توري دي، هو يو څه او انکار او هغه جټان هم پکې اوسيږي چې اصلى قبېله يې په پنجاب کې پرته ده .( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱)

۲۶ ) دا ځاى چې په ظفرنامه کې بانو لىکل شوى همدا ننى بنو دى.

۲۷ ) د بيرونى په يوه رساله، الجواهر ، کې چې په تخمين ۱۰۴۰ ميلادي کې ليکل شوې ده، د ( تغر ) په نامه ىو ځاى ياد شوى او موقعيت يې د پښتنو به سيمه کې ښودل وى دى. بېرونى ليکى چې يو ډول سره زر دافغانانو په تغر کې پيدا کېږى . (بيرونى ، الجواهر ، مخ ۲۳۳) .

کېدى شى چې د بيرونى (تغر) همدغه د ظفرنامې او بابر نامې د نغر سيمه وي. ښايى دالجواهر کوم ناسخ د نغر د کلمې اولې برخې ته ، سهواً ، ديوه ټکى پر ځاى دوه ټکى ايښى وي او له نغر نه يې تغر جوړ کړى وي. که خبره داسې وي ، نو نغر به پوره زوړ نوم وي.

۲۸ ) دا کلمه به ظفرنامه کې پنيان لىکل شوې اصل يې يقيناً پؤيان دى. پړيان د حمکنو ىوه پښه ده او ار اوسه هم دهمدې سيمې په شاوخوا کې پراته دي. څرنګه چې به فارسى کې (ړ) نشته نو مؤلف د (ړ) پز ځاى (ر) او (ن) ليکلى دى. په پېښور کې تر اوسه هم کله (ڼ) د (نړ) په شکل ليکل کيږى.

۲۹ ) دا کلمه په بېخى غالب ګومان کر لاڼي ده. خو په ظفرنامه کې کلانى او په بابر نامه کې کرانى ليکل وې ده او ددې خبرې دليل دادى چې (ڼ) نه دظفرنامى په ژبه کې ته او نه د بابر نامى په ژبه کې او ځکه نو په (ر) او (ل) چې (ڼ) ته ډير نږدې غږونه دي ښودل شوي دي.

۳۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۸.

۳۱ ) د تاريخ ګردېزى محشى ، عبدالحى حبيبى، دا ځاى د چار کارو اوسنى هوپيان بولى . تاريخ ګردېزي، مخ ۴۳۸.

۳۲ ) ګردېزي ، عبدالحى بن ۍحاک ، تاريخ ګردېزى ، مخ ۴۳۸.

۳۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۳۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۵.

۳۵ ) همدا اثر، مخ ۴۲.

۳۶ ) ډورن ، برنارد، دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه ، مخ ۷۶.

۳۷ ) نسوى ، شهاب الدين محمد ، سيرت جلال الدين منکبرنى ، مخ ۹۱.

۳۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق، مطيع السعدين ، مخ ۲۳.

۳۹ ) بيهقى ، خواجه ابوالفضل ، تاريخ بيهقى ، مخ ۲۵۶.

۴۰ ) همدا اثر ، مخ ۲۶۰.

۴۱ ) همدا ، اثر، مخ ۲۷۱

۴۲ ) همدا اثر، مخ ۴۲۵.

۴۳ ) همدا اثر ، مخ۴۹۹ .

۴۴ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۴۵ ) هروى ، نعمت الله ، مخزن افغانى ، ټوک ۱، مخونه ۱۱۶-۱۱۹

۴۶ ) ډورن ، د افغانانو تاريخ ،ياداشتونه ، مخ ۷۹ .

۴۷ ) بکران، محمد ، جهان نامه ، مخ ۷۳.

۴۸ ) ګانکوفسکى ، د پاکستان خلک ، مخ ۱۳۰.

۴۹ ) ابن بطوطه ، سفرنامه، ټوک ۱ ، مخ ۴۴۶.

۵۰ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ.

۵۱ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ. ۵۲ ) معظم اه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۵۳ ) همدا اثر ، مخ ۷.

۵۴ ) همدا اثر ، مخ ۸-۹.

۵۵ ) همدا اثر ، مخ ۳۶.

۵۶ ) حدود العالم ، مخ ۳۷۹.

۵۷ ) همدا همدا مخ.

۵۸ ) همدا اثر، مخ ۳۶۵ .

۵۹ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، مخ ۳۳.

۶۰ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ ، مخ ۱۰۲.

۶۱ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ ، مخ ۱۶.

۶۲ ) فرشته ، محمد قاسم ، تاريخ فرشته مخ ۴۳. ۶۳ ) مير خواند، روضة الصفا ، ټوک ۴ ، مخ ۹۲.

۶۴ ) بيرونى ، د هند تاريخ ، ټوک۱ ، مخ ۱۹۹.

۶۵ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، مخ ۲۰۸.

۶۵ ) په پخوانو آثارو کې د (دهک) کلمه دىوه ځاى دنامه به حيث بيا بيا راغلې ده او داسې ښکاري جې پدې آثارو کې بېل بېل ځاىونه ددهک به نامه ىاد شوى دي. خو کوم ځاى چې د غزنويانو د عصر ځينې مؤلفين او شاعران لکه عبدالحى ګردېزى او مسعود سعد سلمان ددهک په نامه ىادوى دهغه موقعيت غزنى ته نژدې ښکاري. اوس د غزنى او زرملې تر منځ ىو ځاى ددهک په نامه يادېږى خو سړى په کامل يقين نه شى ويلى چې دا به هغه د ګردېزي او مسعود سعد دهک وى.

خو کوم ځاى ته چې بېرونى دهک واىى هغه دالصيدنې د ناشر او محشى ، زکى وليدى توغان ، په عقيده دافغانستان نننۍ ډکه ده چې دننګرهار دولايت په نهايى شرقى برخه کې د خيبر دلويې لارې په سر پرته ده.

۶۷ ) بيرونى ، صيدنه، انګريزى ترجمه ، مخ ۲۴.

۶۸ ) د صيدنې انګريزى مترجم دا کلمه (افغانستان) ليکلې ده خو په اکثرو عربى نسخو کې (جبال الافغانيه) راغلې ده او صحيح شکل يې هم همدا وروستى ښکاري.

۶۹ ) بيرونى ، صيدنه انګريزى ترجمه ،مخ ۱۷۳.

۷۰ ) بيرونى ، الجواهر ، مخ ۹۲.

۷۱ ) پدې نسخه کې دا کلمه جبال الافاعنيه لىکل شوې ده خو د البيرونى او نورو له ليکنو او دنخبةالدهر د بحث له قرينې او په عين عبارت کې له نورو يادو وو نومونو نه څرګندىږى چې اصل يې جبال الافغانيه ده.

۷۲ ) د مشقى ، نخبةالدهر ، مخ ۲۰.

۷۳ ) رونى ، ديوان ، مقدمه ، مخ څلور.

۷۴ ) همدا اثر ، مخ۱.

۷۵ ) بېرونى ، صفت المعموره، مخ ۳۰.

۷۶ ) بېرونى ، دهند تاريخ ،ټوک ۱ ، مخ ۲۰۶.

۷۷ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۲۵۹.

۷۸ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۳۱۷.

۷۹ ) منهاج الدين ، طبقات ناصرى ، دراورټى انګريزى تر جمه ، ټوک ۱ مخ ۷۶.

۸۰ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۴۱۰.

۸۱ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۸۲ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۰.

۸۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۳۰.

۸۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۳.

۸۵ ) همدا اثر ، مخ ۵۶.

۸۶ ) دا داستان د شاهنامې له مخ ۵۳۸ نه تر مخ ۵۴۴ پورې راغلى دى.

۸۷ ) فردوسى ، شاهنامه ، مخ ۵۳۸.

۸۸ ) هروى ، سيفى ،تاريخنامه ، مخ ۲۵۰ .

۸۹ ) دا نوم به په غالب ګومان سوري وي..

۹۰ ) هروى ، سيفى ، تاريخنامه ، مخ ۲۱۰.

۹۱ ) همدا اثر ، مخ ۲۲۴.

۹۲ ) دا کلمه چې په تاريخنامه کې (ترى) لىکل شوې ده،په اصل کې ، په بېخى غالب ګومان (ترين ) ده ځکه کومه سيمه چې پدې ځاى کې سيفى پرې غږيږي ، هغه له ډير بخوانه د ترىنو ټاټوبى دى. لکه څنګه چې موږ ددې لىکنى ددرې ىم فصل به پاى کې په (ضرورى يادونه) کې او همدغه راز په شپږم فصل کې خبرى پرې کړي دي، د ترينو د قوم نوم د پښتنو دبل هر قوم له نامه نه پخوا به اسلامى آثارو کې راغلى دى .

۹۳ ) هروى ، سيفى ، مخ ۲۷۱.

۹۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۰۲.

۹۵ ) همدا اثر ، مخ ۲۰۰.

۹۶ ) چاسفزارى زمچى ، روضات الجنات ، ټوک ۱ ، مخ ۳۴۱.

۹۷ ) همدا اثر ، مخ ۱۱۲.

۹۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق ، مطلع السعد ين ، دوهم ټوک لومړى جزء ، مخ ۳۵۶.

۹۹ ) همدا اثر ، دکابل دانجمن فلمى نسخه ، مخ ۲۴۱.

۱۰۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۲۶.

۱۰۱ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، د جرفادقانى ترجمه ، مخ ۲۸۵.

۱۰۲ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ مخ ۳۰۱.

۱۰۳ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ مخ ۱۵۱-۱۵۲.

۱۰۴ ) پدې عباراتو زما سرښه خلاص نه و او ښايى چې پښتو ترجمه يې بيخى صحيح نه وى.

۱۰۵ ) جو ينى ، علاءالدين ، تاريخ جهانکشاى ،مخ ۱۳۲.

۱۰۶ ) فرشته ، تاريخفرشته ، د برګز انګريزى ترجمه ، ټوک،۱ ،مخ ۶.

۱۰۷ ) ابن ، بطوطته ، ټوک۱، مخونه ۵۷۵-۵۷۸.

۱۰۸ ) همدا اثر همدا ټوک ، مخ ۶۳۳ .