ملامحمدعمراخونداوپراسلام عمل


په يوه مجلس کي ناست وم هلته يوطالب قومندان چي ملائې هم ځان ته ويل موجودوو،هغه وويل چي ملاعمرصاحب دالله تعالی يقيني  لوی ولي اودوست دی،دلويوکرامتونوخاونددی ځکه دېته که سړی فکروکړي چي ملاصاحب سره ددې چي بې علمه سړی دی اوبيائې هم په اوه کاله حکومت کي اوراوروسته مقامت کي يوکارهم داسلام خلاف ونکړ،اولده څخه هيڅوک خفه هم نشول .

نوزه غواړم چي دده په

وينالږرڼاواچوم :

په تاسف سره وايم چي زموږدافغانانوټول کارونه په جذبې ولاړدي،دينداري موهم ترډېره حده اميانه ده،په اسلام خبرنه يو ټينګ ورباندي ولاړيو.

داصفت که ښه دی نوبدهم دی ځکه ډېرداسي کارونه په موږافغانانوکي رائج دي چي هغه داسلام سره په تضادکي دي اوموږته دين ښکاري اودمخالف سره ئې حتی جهاداعلانوو.

رابه شواصل موضوع ته چي نوموړي سړي ويل چي ملاصاحب داسي شخصيت دی چي داسلام خلاف ندی ترې صادرشوی غواړم دلته دطالبانودنظام څوخاميانوته اشاره وکړم :

ملامحمدعمراخوندبې علمه شخص دی دده امارت اومشري داسلام له لاري ناجائزه ده،بې علمه سړی نشي کولی چي ديوه هيوادچاري په مخ بوزني اويادمسلمانانومشري وکړي داخبره په قرآن سره ثابته ده .

     دوی وايې چي دده مشري پنځلس سوه علماووتائيدکړې ده نوددې ځواب دادی چي په دومره شميرکي عالمان خوهره ډله راجمع کولی شي .

نوکه نورعالمان راجمع شي اودبل چادمشرئ پرېکړه وکړي نوبياهغه تاسومنئ ؟که اوسني حکومت ته وګورونودکرزي پلويان علماءپه زرګونودي نوتاسوولي کرزی نه منئ ؟

مشرپه اسلام کي دبيعت له لاري ټاکل کيږي،ملاصاحب ځان مشرکړ،بيائې ملايان راجمع کړل،داسي چي مخکي هيڅ مشوره نده شوې،پدې مجلس کي يوه ملااعلان وکړچي ملاعمراميرالمؤمنين دی،پرته لدې چي مخکي څوکسان دمشرئ لپاره وټاکي اوبياله هغوڅخه يومشرکړي،که چادلته ويلي وی چي دامشرنشي کېدی نودوی هغه بندي کوی{چي داسي وهم شول}

دهغه ملايانومطلق اکثريت اوس دکرزي سره ملګري دي اوهغه ته دافغان مسلمان اولس اميروايې نوددوی کومه پرېکړه صحيح بولي نننئ که پرونئ؟

نواولنئ خبره داده چي دملاعمرصاحب مشرکېدل دالاداسلام خلاف کار دی .

ده دټولوجهادي ډلوسره جهاداعلان کړاوورسره وجنګېدل داپه کوم اسلام ده عمل وکړحال داچي دمسلمان وژل څومره سترجرم دی ددې جنګ دليل څه وو؟پدې جنګونوکي دوژل شويوکسانوګناه که دملاعمرنوي نودچابه وي ـ

دده دحکومت په وخت کي تعصب ډېرانتهاته رسېدلی وو،غلوزياته وه،که به څوک ددوی دفکرسره برابرنه وونوهغه بياپه افغانستان کي دشپې ځای نلري اونه به ئې هغه ته دمسلمان په سترګه کتل داپه کوم اسلام عمل وو،اسلام خوددوستئ معيارداندی ګرزولی چي که څوک ددې سړی موافق نه ووهغه وژنئ .

ملاعمرخپله پدې نه پوهېدی چي شرک څه ته اوکفرته څه ته وايې؟اواسلام څه ته وايې؟بلکه خپله ئې ډېربدعات مروج کړل،دشرک منع ئې نه کوله بلکه ده ته نږدې کسان په شرک اوبدعت کي ملوث وو،دده دتوحيداوشرک پته نه لګېده ځکه دی بې چاره پدې نه پوهېدی .

دداسي  کارونوپه پرېښودوبه ئې خلګ وهل چي هغه به مباح اومستحب وو،اوپه لويوګناهونوبه ئې څه نه ويل حتي پېژندل ئې لانه .

داسي بې ځايه به ئې خلګ تکليفول چي اسلام بالکل اجازه نه ورکوي .

ددوی په وخت کي به که څوک په سفرکي يوه هوټل ته پداسي حال کي درېدلای وی چي ډېروږی به وو،اووخت به دلمانځه وونودملاعمرقانون داوو: که څوک مري که هرڅه کيږي ډوډۍ به نه خوري بلکه لمونځ به کوي پداسي حال کي چي داسلام سترپيغمبرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي :

لاصلاة بحضرة الطعام

چي پداسي حال کي چي ډوډۍ حاضره وي،سړی وږئ هم وي نوپداسي حال کي لمونځ نه صحيح کيږي بلکه اول به ډوډۍ خوري بيابه لمونځ کوي.نوداقانون دملاعمرداسلام سره برابردی؟

نورئې هم داسي کارونه ډېرووچي داسلام سره مخالف وو،دمضمون داوږدوالي له امله پدې اکتفاکوم .زماټولوافغانانوته وړانديزدادی چي ددوستئ اودښمنئ معياراسلام وګرزوئ نه ملاعمريابل داسي   څوک اوپه هرکارکي داسلام دحکم معلومات کووئ،نه داسي چي اسلام دځان تابع ګرزوو.

داسلامي امت اوافغان اولس دسرلوړئ په هيله والسلام