غواړم ددې کانفرنس په اړوند خپل نظر وړاندې کړم
دغه کانفرنس چي ایجنډا یې وه له طالبانو سره جوړه روغه په دغه کانفرنس کې تقریبا شپیتو هېوادونو شتون درلودو
لومړئ خو دا وایم چي دا کانفرنس دا فغانستان وو باید چي په افغانستان کې جوړ شوئ وای ها که په افغانستان کې دامنیتي ستونزو له کبله جوړ نه کړای شو
بیا باید چي په یو بل اسلامي هېواد کې جوړ شوئ وای
ځکه افغانستان اسلامي هېواد دئ
اوبله خبره دا ده چي دده کانفرنس دجوړېدو پر محال بین الملل دا پرېکړه صادره کړه
چي دطالبانو څلور لوړ پوړي کسان به لدې وروسته له تور لیست څخه وتلي وي
که موږ وګورو دغه څلور کسان چي له تورلیست څخه یې ایستلي دي
دا کسان اوس په حکومت کښې دي
له افغان حکومت سره کار کوي دبېلګې په توګه
وکیل احمد اخنذاده یادولای شو چي په کابل کې خپل محل لري
په کابل کې اوسیږي نو دده ایستل له تور لیست څخه د ا دخندا خبره ده
اوبله دا چي دپکتیا ولایت یو اولسوال یې له تورلیست څخه ایستلئ دئ
هغه ولسوال امریکا ږغ ریډو ته وویل چي زه په دې باندې خبر نه وم چي زه په تورلیست کې یمه
نو دا ټولې دخندا خبري دي بین الملل یا په بله معني امریکا نه غواړي
چي روغه جوړه له طالبانو سره وکړي ځکه له یوې خوا اوباما دا اعلان کړئ
چي دیرش زره عسکر افغانستان ته لېږم او له بلې خوا بیا وایي چي له طالبانو سره روغه جوړه کوو
نو زما په اند له دغه کار څخه دامریکا هدف دا ده چي دطالبانو دمشرانو درک ځان ته معلوم کړي او بیا یې ونیسي ٫ او له هغه وروسته ګونتا نامو او یا باګرام په وویني ٫ اوبله خبره دا کیږي چي ایران په دغه کانفرنس کې ګډون ونه کړو
نو ایران چي دئ هغه دافغانستان خیر نه غواړي په دې اړوند بیا زه داوایم چي هیڅ ګاونډی هېواد دبل ګاونډي هېواد خیر نه غواړي٫٫ خو زما په فکر دا یو ناکام کانفرنس وو ٫ هیڅ لاس ته راوړنې نه لري فقط دوخت ضایع کول دي
او فقط ددې خبریالانو یو څه سات ورباندې تېر شو اوبس
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotm