۰۳ـ۰۲ـ۲۰۱۰         

  ارګ مشر   حامد کرزي ته دبایرن مېشتو افغانانو سوغات 


قدرمنولوستونکو!


لکه څنګه چې تاسو خبر یاست  سبا ورځ  دکابل دارګ  مشر حامد کرزی  دجرمني مونشن ښار ته  راځي  له همدې کبله مو لازمه وګڼله چې  له موږ څخه  تش لاس ارګ ته ولاړ نه شي  خیر که ډېر څه نه لرو دا لږ څه به په لاندې شعر کې دسوغات په ډول ورته ډالۍ کړو البته موږ به کوشش وکړو چې لاس په لاس یې دکاغذ په مخ  په مصویر ډول ورکړو خو کېدای شي چې پولیس مو ور پرې نه ږدي  خو بیا هم  هڅه کوو چې  دپولیسو په وسیله یې ور کړو خو که بیا هم ونه شوه نو د ښاغلي کرزي یاران  دې هڅه وکړي چې دانترنیت له  پاڼو څخه یې ورته وړاندې کړي  باید زیاته کړو چې دادمظلوم او کړېدلي افغان ولس سوې نارې دي چې په شعر او تصویرونو کې ځای شوې دي  هیله ده چې  ښاغلی حامد کرزي یې واوري او افغان ولس ته  رجوع وکړي، هر څه ورته په ډګر ووايي  او نور دغلیمانو له تخرګ څخه راووزي  خپل ولس ورخپل او دلستوڼي ماران خپلو سوړو ته وشړي .

ګرانو خویندو او وروڼو!

دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې له بل هرچا څخه مخکې دلندن کنفرانس محکوم کړی او دایې صرف یوه غولونه، افغان ولس ته یوه بله لومه اود وخت   ضایع ګڼلې ده دافغانستان  دستونځې  رښتینی حل  پاکه اراده او

سپېڅلتیا غواړي  نه تر کاسه لاندې نیم کاسې کومې چې دښکېلاکګرو په نظر کې دي .

عزیزانو!

له هر څه دمخه له ټولو ویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکو څخه مننه کوو چې تل یې له موږ سره خپل اخلاص ښودلی او زموږ لیکنې یې تل په خورا مینه اوزحمت خپرې کړې دي زحمت په دې یادوم چې له ځینولیکنو سره دتصویرونو خپرول ډېروخت اوزحمت غواړي دا لاندې شعر به هم یو شمېرقدرمنو ویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکو ته ستونځمن وي خو بیا هم ورڅخه هیله کوو چې له موږ څخه خپل وس ونه سپموي ترڅوټولو قدرمنولوستونکي  ته  زموږ غږ  په پوره ډول سره  ورسیږي .

باید زیاته کړوچې دالاندې شعر دګران استادښاغلي  ډاکترمحمدصادق  فطرت ناشناس  دهغې سندرې په قالب کې لیکل شوی په کومه کې چې وايي  (په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبا هو ما په  دواړو لاسو محبوبا) دلته  له فطرت  صاحب څخه  هم مننه کوم او هم بخښنه ورڅخه غواړم چې دکاپي جرت  مې کړی  دی البته  له  هغو دوستانو څخه هم مننه کوم چې دا لاندې انځورونه یې تاریخ او بشریت ته  دثبوت لپاره  اخیستی دي .

                            

 

په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

نظر مې ستا په نقشوکښېښود

قام مې درپرېښود ننګ مې درپرېښود

هر څه چې غواړې سپموم یې نه له تا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

دشاه شجاع رکارد مې مات کړ

ورک مې له سیمې سوله ثبات کړ

جنایتکار او قاتلان ساتم ترخوابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

 

زما یاران دي زما ترڅنګ دي

 لاس یې دخلګو په وینو رنګ دي

ښه به یې چاغ کړم څو داملک کړم پرې تالابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

نه دایوب راسره خیال شته

نه داکبرخان نه دخوشال شته

بس ستا غلام یم چې مې پرې نه ږدې تنها برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ته وایه یوڅه زه به بل څه

زما په مېړانه زما په مورچل څه  

دپلار نیکه دشملې نه لرم پروا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

داسې نظام مې درته جوړ کړ

ولس مې ښه په خاورو موړ کړ

په اتو کلو کې مې تباه کړه پښتونخوا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

که پارلمان که مې قاضیان دي

بډېخواره ټول آن وزیران دي

ولس به پوست کړي ته ډاډه ګرزه لالا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

 

ووروه شپه او ورځ اورونه

زه به دسولې وهم ډهولونه

څوچې دا سیمه تر ابده کړم دتابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ستا موریدان ستا لغړیان ټول

دا حضرتان او دا پیران ټول

غومبر وهي ولاړ دي ټول زما تر شابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

ځم دشېخانودروازې ته

چپنه هم وړم حج عمرې ته

درباني غوندې قران خورم په بیا بیا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

څوک چې په موږ باندې راغلي

هم پرزېدلي هم شرمېدلي

چنګېز،سکندر،چرچل ، بریژنیف او امریکا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

دا چې زموږ کورګی سوځیږي

دېوال او خښتې یې لا پخیږي

دا نا بللي به تېر تښتي په ژړابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

که یو ملي رهبر پیداکړو

سره یو موټی دا پښتونخوا کړو

بسمله بیا به په ځغاستا کړو په رښتیا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا