اناالله و انا
اليه راجعون
دستر پاچا خان
دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو !
د لر و بر او په
سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو !
د ستر انقلابی
شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو!
دنیشنل عوامی
پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او
داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو په وړاندی خپل
د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د
دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت
لری ،درنی کورنۍ ته
دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد
څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی
ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ
سنګر ارزو ګانی
یوه یوه پوره،او د ازادۍناوی په خپل کورکړو
تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند
انګار او سکروټی ایری ونیسی!
چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده شـوه
چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره شـوه
اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه
چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه
« اجمل خټک »
د ډاکټر سید شیر اقا حرکت