قریب  الرحمن سعید : د افغانستان د سیاسې امور و شنونکې  او لیکوال .


دقندهارعملیات : د ښاغلي  حامد کرزي له پاره یو چلینج


دهلمند دنادعلی د ولسوالۍ د مارجې  دسیمي  په څیر  دا ځل  د قندهار د نظامي عملیاتو له پاره  امریکایي  نظامي او تبلیغاتي  شبکو ډیر ستر تبلیغات  پیل کړی  او دا  عملیات  یا په اصطلاح د ازادۍ  غوښتونکو  ځوواکونو  څخه   ( چې امریکایان یي په خپل هیواد کې   ترورستان  بولې،)  دقندهار  پاکول   دخپل فوځي شتون  یوه ډیره مهمه  اجندا  بولي  او د بري له پاره یی  دادی  لکه دتیرو عملیاتو په څیر  په لسګونه  زره  تر خولې  په وسله سنبال   مختلف الملیتي فوځونه  را غونډوي .

دا په داسې حال کې  چې  نژدې یوه میاشت مخته  ولسمشر کرزي  هملته په قندهار کې دولسې خلکو یوې غونډی ته  هغه  وخت    چې  په افغانستان  کې  د امریکایي ځواکونو سر قومندان  مک کرسټل یي  تر څنګ ناست و، د وینا کولو  په وخت کې  وویل  چې  هیچا ته به اجازه ور نکړې چې د خلکو د خوښې پرته  دلته  نظامي  عملیات پیل کړی .   ښاغلي  کرزي  دسیمي د سپین ږیرو اومشرانو د مخالفو آندونو د اوریدو  وروسته   د امریکایي  ځواکونو د مشر جنرال  مک  کرستل    لورې  ته په کتلو  سره وویل  چې  څوک  شته  چې  دا خبري  درته و ژباړی ؟  په داسې حال کې  چې  نه  یواځې دهغه  ژباړن ورته دا هر څه نقطه په نقطه  ژباړل  او هغه یي پرې  خبراوه، بلکه د هغوې  نظامي  راپورچیانو یي  ویډیویي فلمونه هم جوړول  .

ددې تر څنګ  هغه  پلټنې  او ریسرچ  چې  امریکایانو په قندهار  کې  د جنګ  د مخه  دنظامي عملیاتو دکیدو  په خاطر د ډیرو سترو لګښتونو په واسطه   تر سره کړې و  هم  را ډاګیزه کوې  چې  په دې پلټنو کې  دپوښتنونکو په ځواب کې  ۹۴ سلمه  خلکو  رایه  ورکړی  چې د نظامي  ځواکونو دعملیاتو سخت مخالف  دي ، او تر څنګ  یی  ۷۵ سلمه  رایه  ورکړې  چې  هغوې  د بیروني  اشغال پر خلاف  درا ولاړ  شوی   غورزنګ   کسان (طالبان ) خپل ورونه  ګڼي ....

دهلمند دولایت دمارجې په ولسوالۍ باندي  د مرګونی  تصفیوی نظامي عملیاتو تر نامه لاندي د هغه  سیمي نژدې  یولک  کسان  بې کوره  کړل شول ، ترور  شول ، د لوږې او تندی  سره مخ  شول ، کوچنیان او ښځي یی  دمختلفو ناروغتیاو له کبله   په بیدیا کې ،  په لوڅو دښتو  کې پراته   ددې  فاني نړۍ څخه و کوچیدل  او د ورکو( ګمنامه)  شهیدانو په نوم    په لسګونو کسان  ددې  وحشت اوترور  د لښکرو په لاسو  له منځه ولاړل  ، هیچا یي هم پوښتنه و نه   شوه کولې  یواځې  دهیواد دمشرتابه  د هیئت  مشر  یوه  کوچنۍ  نجلۍ  چې د نهو شهیدانو  وارثه  وه په غیږ کې  و نیوله  او دهغې د  ړندو او بې وزله اوښکو سره یي  خپلې اوښکې هم ورګډي کړې  . او بیروني  فوځونو ته یي ګواښ وکړ  چې نور  په خپل سر دا ډول  نظامي عملیات   تر سره  نه کړی .

امریکایی  زبرځواک  اودهغوې د قوماندي لاندې د ایساف  ځواکونو د مارجې  د نظامي  عملیاتو دپیلامې څخه   نزدې  یوه میاشت  مخته پراخه تبلیغات  پیل کړی و  او ان د امریکایي ولسمشر  اوباما  څخه یي د دې  عملیاتو د بري  له پاره       (  ۳۰۰۰۰  )  اضافي عسکر  راغوښتي و .  امریکایی ولسمشر  او فوځي   جنرالانو یي  دانظامي عملیات د امریکایي  فوځونو له  پاره یو  چلنج  ګاڼه  او د امریکا  ولس ته یی  د ډاډ ورکولو په خاطر دا  عملیات     ډیر مهم  ارزول .  د ډیرو زیاتو تبلیغاتو  او هلته په مارجه کې  د وحشت  د لښکرکشۍ  وروسته  معلومه شوه  چې  هلته   داسې کوم  ځواک  نه و  چې  د امریکایانو ددې  په وسله  سنبال  عسکرو مقابله وکړي  .

 په حقیقت کې  په هیواد کې میشتو  امریکایی جنرالانو،  چې د امریکا د ولس  دملاتړ  څخه  لګیا دې بې برخي کیږي  ، غوښتل دامریکا د ولس  توجه د افغانستان  خرابې  امنیتي  وضعې  ته  را وګرځوي   اوتر څنګ  یی  یو شمیر هغه اروپایي هیوادونه  چې  همدا  اوس  د خپلو  ولسونو سره   لاس  وګریوان دی  قانع کړی   او  د افغانستان وضع ورته  دومره کړکیچنه او خرابه  انځور کړي   چې د خپلو  اړوندو حکومتونو څخه د افغانستان  څخه د فوځونو د بیرته را ویستلو د غوښتنې څخه  لږ تر لږه اوس  لاس واخلي   . اما دهیواد  اوسنۍ  امنیتي  وضعه، اوهره  ورځ دبې ګناه انسانانو  وژل  او تر څنګ  یی د بیرونې  نیواکګرو  ځواکونو  د  له منځه وړلو  لړۍ، چې  په دومره  ځواکمنه  توګه روانه  ده ،  پخپله  ډاګیزه کوې   چې  دوې  درواغ  واي  او پخپله دهغوې  خپرونې  په  خپلو  فوځي  جنرالانو  باندی د  درواغو  ویلو تور لګوي  .

د قندهار دنظامي  عملیاتو پیلامه  ، په هغه  ولایت کې د نظامي  مخالفو ځواکونو د له منځه وړلو له پاره  نه  بلکه د خپلو فوځو نو د مصروفیت    له  پاره  او هم دخپل ولس  د قناعت  له پاره د یوې  لارې د  پیدا کیدو په  خاطر  یو قدم  دي .  ځکه همدا اوس  دادې   په امریکا کې  د امریکایي  ولس  له  اړخه  د امریکا د نظامی  ځواکونو  شتون ، او په دې  اړوند د یوې  څرګندې نظامي  سترا تیژۍ  نشتوالې،   یوځل بیا تر قوي  پوښتنې لاندې  راوستې دې  .

د امریکا  سترې  ورځپاڼي او خپروندویه  رسنۍ  اوس    د امریکا د ولس  دا خبره په  غبرګه  نشروی  او داوبا ما دحکومت  څخه غواړی  چې  د خپلو ځواکونو د را ویستلو له پاره د ایکزټ  سټراټیجي (The Way Out)  را پیدا کړي . د نیوریاک ټایمز  اخبار  همدا  خبره  څیړلې  او  دمې  په دریمه  یي لیکلي   دي  چې  دامریکا ولسمشر  چې تیر کال د دسمبر په میاشت کې یي  داسې  قانع  کونکې  ستراتیژي جوړه کړه چې د هغې  له مخې  یي  د ( ۸۵۰۰۰ ) شته امریکایي  عسکرو  د ملاتړ  له پاره   ( ۳۰۰۰۰زره)  نور په وسله سنبال   تازه  عسکر ور واستول . ددې  عسکرو د ورلیږلو  څخه یی موخې داوې  چې  دوې  به دازادۍ  د جنګیالیو پر خلاف جنګیږي  او ددوې     څخه به یوه  کوچنۍ ډله  د افغانستان د ملي اردو  په روزنه  کې برخه اخلي  ترڅو دامریکایي او ناټو د ځواکونو د وتلو  نه وروسته دخپل هیواد  نه  په ښه توګه دفاع وکړاې شي .....اخبار  مخته کاږي چې  ډاګیزه شوې   چې د اوباما دا  پالیسې  چې دهغه د ستراتیژۍ  مهمه او مرکزی  برخه  یې جوړوله   اوس له ناکامۍ سره مخ ده .

داسې بریښې  چې دامریکایي  ولسمشر  اوباما اودهغه د نظامي  جنرالانو تر منځ  باور  ورځ  په  ورځ  کمیږی ، ځکه دهغه څه له پاره  چې د  پنتاګون  مشرانو دغه اضافی  عسکر را غوښتی وول  هغوې   هم د خپلو اسلافو په څیر  په دې و نه  توانیدل  چې د ازادۍ دجنګیالیو  روحیه  را کمزوري  کړی او یا د افغانستان  د  ازادی غوښتونکي ولس  د ازادۍ  روحیه  ورماته کړي .

تیر کال امریکا او هم دناټو  غړو  هیوادونو دا هڅه او هاند کاوه  چې  دخپلو ولسونو د قناعت  تر څنګ  نور هغه هیوادونه  چې  غوښتل یي خپل  عسکری ځواکونه د  افغانستان څخه  را وکاږي   دنورو  لا زیاتو  ځواکونو د استولو  له پاره  را وګماري   خو د افغانستان اوسنۍ  امنیتي  وضعه  دا ډاګیزه کوي   چې نه خو د امریکایانو  اضافي فوځ  په دې وتوانید  چې  د هیواد په اشغال کې خپلې  منګولې نورې هم  ورکلکې کړي او نه   د نا ټو دغړو  هیوادونو  عسکر  په دې و توانیدل   چې  دخپلو ملګرو دمرګ  ژوبلې  څخه  مخنیوی وکولاې شی . دادې  دهمدې  نظامي خوزښتونو  پایلې دي  چې د المان  مهمو اخبارونو او ګوندونو ددغه  هیواد  مشره  ، مرکل  ،   په افغانستان   کې  د الماني فوځونو په شتون  اودخپلو فوځونو دخوزښتونو په اړه  په درواغو متهمه کړه .

د بلې خوا د امریکایي  پټو ځواکونو  او  هم د هغوې  د لاس  پوڅو  وسله والو کړیو  له اړخه  نه یواځې د قندهار بلکه په ټول هیواد کې  زمونږ دقومي  مشرانو او غښتلو  قوماندانانو   ترورول   په ډیره  وحشیانه توګه دوام  لری .    په قندهار کې د شمیرو له مخې دا  ( ۴۰۰وم)  قومي مشر دې  چې  د امریکایانو د یرغل  نه وروسته  تر اوسه  پورې په یوه نوم اوبل نوم  ترور  شوی دي  .  په قندوز  ، بغلان ، تخار ، مزار  ،  بدخشان   او ....کې تر اوسه  پورې په لسګونو  مجاهد  مشران  له  منځه  تللې  او دا  لړۍ  لا  روانه ده .   تر څنګ  یي  د امریکایي ځواکونو   له اړخه  د افغانستان د عام ولس   پر خلاف  خو  لا پریږده  چې  دخپلو اړوند  کسانو پر خلاف  یي هم شپیني  پراخه عملیات  پیل کړی   چې  لړۍ   یي د ولسي  جرګې  غړو  ته هم  رسیدلې  ده .

 د امریکایانو دغه  بې دریغه لاسوهنو، خپل سریو ، د ازادو  اسلامي هیوادونو  اشغال  او استعمار  او دهغوې  استثماري پالیسیو  د ازدې نړۍ  د  ازادو  وګړو   حوصلې را تنګې کړې او امریکایان ددې پر ځاې  چې د خپل هیواد دامنیت  دخوندي ساتلو  له پاره  یي کوم  قدم  پورته کړی وي دادې  جنګ  او بمباري  یي  پخپله  خپل ولس ته  ډالۍ  کړه . د نیویارک  دښار  ټایمز سکویر کې   د چاودیدونکو توکو  څخه ډک  موټړ کشفیدل  ددې ګواهي ورکوی  چې  دا  جنګ  که  امریکایان  یي  ژر  تر ژره  مخنیوی  و نه کړي  نو  امریکا ته هم  ور  رسیدلې  دی .   

امریکایانو  او ناټو هیوادونو ته په کار دي   چې  پخوا له دې  چې  ددوې خپل هیوادونه ددې  (Ghost war)   په  لمن  کې  را و نغاړي ، د جنګ د ډګر نه  د  راوتلو په فکر کې شي  . او دا  کار هله شونې دې  چې د افغانستان  ازادي او استقلال  له پاره  د مخالفینو سره یو ځاې  یو ځانګړې  تګلاره  جوړه کړی  او بې له ځنډه یی پلې کړی .

دا  به دښاغلې کرزې  له پاره هم  یو چلنج وی   چې  په قندهار  کې  د نظامي  عملیاتو د پیلامې نه د امریکایي  ځواکونو مخه  ونیسې ، دا  به  هغه ته امریکا ته دسفر  په  وخت کې  ډاګیزه شي   چې  ایا ددې توان به  ولري او که نه ؟ که  چیرې هغه و نه توانید  چې  ددې  سترې  تباهۍ  څخه خپل ولس  وژ غوري  نو بیا  خو به یي دا اوسنې  شعارونه هم  هسې   او بې  باوره  و ګرځي . پاې