دافغانانو خير خواهان طالبان كه شماليان/ګډه سياسى شننه
خوار افغانان د دا دواړو په كيسه كيسه كښې نه دي دوي يواځى سوله غواړي
پخپله چې موږ د امريكا د رسېنو (MEDIA) څخه كومى خبرى اورودهغه څخه داخبره څرګنديږى چې د نړۍ والو څخه چې د افغانانو كومه هيله او اميدونه وو هغه د خاورو سره خاوري شول په زياته بيا د امريكا و افغانستان ته په لويه كچه مرستى هم وركړى او وركوى خو نن امريكا دا رښتيا او حقيقت ومنې چې د افغانانو تر ټولو لويه كركه هم د امريكا څخه كيږى او كه امريكا په خپله تګ لاره كښې بدلون نه راولى نو دا ويره ده چې دا كركه به نوره هم زياته شى دا رښتيا دى چې امريكا په لومړيو درې څلورو كلو كښې په افغانستان كښې ډېر په زړه پورى كارونه وكړو او تر ډېره پورى ې د افغانانو په زړونو كښې ځائى وموندى خو د پنځو شپږو كلو وروسته د امريكايانو څخه دومره بيځايه كارونه وشول چې هغه كړى ې هم په هوا كښې لاهو او تحليل او كه د هغه اوسنې حالت دوام وكړى نو كيدى شى چې امريكا په افغانستان كښې بشپړه پاته راشى په زياته بيا په پښتنو كښې چې په افغانستان ۷۰% دى د وخت شوروى اتحاد هم داسې تېروتنه كړى وه چې ټولى نړۍ ې پايلى وليدى او امريكا هم په هغه لاره روانه ده چې نه شو ويلې چې ناپوه ده او كه په كسته كوى نو پښتانه په حق دى چې نړۍ وال د پښتنو نسل كشى كوى ولې چې موږ و ګورو نو د شوروى د وخته څخه نيولى بيا تراوسه په دا درې لسيځو كښې د پښتانه افغان هر څه ورانيږى دوى وژل كيږى د دوى شپه او ورځ سپكاوى كيږى او هغه تش په نامه افغانان چې په افغانستان ډېر مين ځايونه ښكاره كوى خو عمل ې د خپلو خبرو په ضد دى تر خپل حق او برخى څخه زياته برخه د راوړلو هڅه كوى او د خپل ملت د خوشحاله كولو په ځائى د نورو باندنيانو شومې غوښتنې تر سره كوى په كاردې چې امريكا د خپلو نهه كالو د تېروتنو څخه زده كړه وكړى.
د امريكا د څنګه افغان دولت په زياته بيا حامد كرزئى خپله هم په ډېرو خبرو باندى پړ ښكاره كيږى ددې سره سره چې هيواد ې د كلو كلو څخه دورانيو څخه كه څه هم راوتلې دې خو بيا هم يو شمير ستونځې دا وخت هم شته د حامد كرزئى مسئوليت ې هم ډېر زيات كړى دى خو ځينې داسې خبرى وى چې هغه نه شى وډركيدى نه په هغه باندى مصلحت كيدى شى ولې كه يو څوك هر څه پټوى هغه بيرته څرګنديږى كه هر څو ې د پټيدو هڅې ې وشى د ولسمشر حامد كرزئى تر ټولو لويه تېروتنه داده چې د دوى په حكومت كښې دانه د څرګنده چې په حكومت كښې څوك ورسره ملګرى دى او په اپوزيشن كښې څوك دى كله چې د كرزئـى حكومت ښه كار كوى نو هر يو ددې وياړ او كريډټ داوه كوى خو كله چې د حكومت څخه ناوړه كار كيږى نو ټولى نيوكى په ولسمشر كيږى او دده وزيران هم به ده نيوكى كوى ولسمشر حامد كرزئى چې دادارى فساد په اړه زياته نيوكى كيږى چې په هغه كښې نه يواځې افغانان بلكې نړۍ وال هم دې خوروى ته دا څرګنده ده چې په ادارى فساد كښې د كوم چا لوئى لاس دى او ددې د څنګه يو شمير خلګه چې بې كوره شوى دى په نهه كلو كښې دوى ونه كړل شول چې و دهغه خلګو ته خپلې مځكى او جائيدادونه ورو اخلى چې ددې بدى اغيزى په دوى كيږى د ګاونډيانو سره هم د دوى اړيكى كله تودى او كله سړى وى چې دا ښكاره كوى چې حكومت ې بشپړه دريځ نه لرى بلكې دوى سرلګه غوندى حكومت كوى يو بله نيوكه چې په دوى كيدى شى هغه د ملګرو نشتوالى دى ځكه چې دوى و ولسى جرګى ته نوى وزيران وړاندى كړو خو د ولسى جرګى لخوا ونه منل شول يوه بله خبره چې و ولسمشر ته پاملرنه كول ضرورى دى چې ولې پښتون ميشته سيمو كښې ښوونځې روغتونونه او نورو رانى كيږى چې دوى نه دى توانيدلى چې د دهغه سباون د ځغورونو چارى ولټوى كه د هغه ډول ورانى د يوى ځانګړى سيمى سره را روان وى نو ارومرو داچرت سړى ته لويږى چې چيرى خو د پښتون افغان ملت په ضد خو نړۍ واله د سيسه نه د روانه دا د ولسمشر حامد كرزئى دنده جوړيږى چې ټول لر وبر ته په دى اړه معلومات وركړى او دا ځوريدلى ولس باورى كړى بلې خواته د ولسمشر د ورور ښاغلى ولې كرزئى باندى يو شمير تورونه اوريدل كيږى چې ددې لارې ولسمشر حامد كرزئى نوربدنام كړى خو كه په افغانستان كښې يواځى ولى كرزئى چې د دوى په خوله يو شمير ګډوډى كوى نو د نورو نومونه دوى ولې په خولى كښې نه جوړوى چې د هغه كسانو نه يواځى ګډوډى كړى دى بلكې د سلاو سلاو قاتلان دى دا هم هغه ته ورته ده چې د پاكستان كښې نزدې اته زره ګډوډو كښې يواځې ولسمشر آصف على زردارى ې په نخښه كړى دى او د هرى لارې ې سپكاوى كيږى.
افغانستان خلګه داوږدو جګړو او د كډوالى ژوند د كولو وروسته په هر ډګر كښې اوس ډېر پرمخ تللې كه هغه سياست وى كه اقتصادوى كه د خپلې ژبى او خپل دود ساتنه وى خو د بده مرغه هم د هغه افغانستان كښې داسې ډلى ټپلى شته چې دوى اوس د څلويښت پنځوس كاله د مخه په فكر كښې دى او دوى دا خيال كوى چې ټول څه به د دوى په خوښه كيږى او بيله د څه قائدى او دستور به دوى حكومتى چارى په خپل لاس كښې ساتى دوى كه د خپل هيواد ګټې په خپلو ګټو بدلوى نو په دا اوسنې وخت كښې داسې كول ګران دى يا دا چې د هرى خواڅخه و دوى ته واښه وشوريدو دوى به هغه خواته ورروان وى كه په هغه كښې ټول هيواد ورانيږى نن چې دوى تر خپلې برخى زياته ترلاسه كوى دوى كله دا سوچ كړى دى چې په دا اوږدو جګړو كښې د دوى څومره زيان شوى دى او د نورو څومره زيان شوى دى دا يوه وړوكى ډله ده چې د افغانانو تر مينځ توپير يواځى ددې دپاره راولى چې ځان ته ګټه را وړى او ټول افغانستان او افغان ولس ې په څرخ اخستې دى او ودى ته نه ايله كوى چې په كراره شى ځكه چې د دهغه وړوكى ډلى چې هغه په هره جامه كښې وى په افغانستان كښې د نورو په لارښودنه ګډوډى غواړى دا زه نه وايم دا رسنې هره ورځ وائى نن د افغانستان د لانجى د مينځ څخه د وړولو دپاره يو د وړانديځونو لويه جرګه راغوښتل شوى ده دوى ددې هم مخالفت كوى او طالبان غير افغانان ګڼې او وائې چې دوى د نورو لاس پوځى دى دا به ومنو چې ې په ليكن دوى دى هم په خپل ګريوان كښې وګورى چې دوى د چاچا د لالى نه د كړى او نه كوى په كار دا وچې هم د هغه ډاكټر عبدالله عبدالله د ټولو د مخه ددې جرګى يا د مخه ددې هلې ځلې كړى وى ولې چې په را روانو وختو كښې به د افغانستان و يوې لوړى څوكى ته ارومرو دريږى خو نوموړى په عين موقعه باندى و امريكا ته ستون شو او دا جرګه ې د تهره ګرو سره دروغى جوړى جرګه وښووله ولې چې دده و ډلى ته د خطر زنګ ښكاره كيږى لكه څنګه چې د پنچشير دره تنګه ده داسې نوموړى هم تنګ نظردى خو اوس دا د طالبانو كاردې چې دوى افغانان دى كه نه دى تهره ګردى كه نور څه ولې چې د ډاكټر عبدالله په سر هم د ډېرو لاسونه دى او طالبان په افغانستان كښې ځكه و ډېرو ته د منلو وړنه دى چې دوى د نورو په لاسو كښې لوبى كوى دا سپناوى دوى و دهغه ډلى ته كوى كه نه منې د حامد كرزئى زاره پسى و چاوده خو يواځى دومره موږ وايو چې د افغانستان ورانى د خوار ولس ورانى دى ولس مشر حامد كرزئى خو دا ويلې شى چې ودانى ې راوستى دى خو ورانى ې نه دى كړى خو ډاكټر عبدالله او طالبانو څه كړى دى چې دوى خپل ولس ته ښكاره كړى طالبان هم په حكومت كښې پاته شوى دى ډاكټر عبدالله خو دوه واره په حكومت كښې پاته شوى دى اوس هم په لويه كچه ې ملګرى په حكومت كښې او په دولتى څوكيو كښې ناست دى خو دا بيله خبره ده چې دوى د اپوزيشن داوه هم كوى خو دا د دوى چم (TACTICS) دى خو طالبان كه په رښتيا هم افغانان دى نو دى د ايران څخه دى زده كړه وكړى چې دنيادارى هم كوى مسلمانى هم كوى او شيعه والى او پاړسيتوب هم كوى او ددې تګ لارې په رڼا كښې نن د لوئى ايران خبره هم كوي چې د افغانستان كښې د لوئي والي د هغه خبرى ډېرى اوريدل كيږى چې د طالبانو د بى لچكه تګ لارې څخه داسې هم كيدى شى..