هرې تپې ته د جرگو سره ځم
June, 5, 2010
جليل ملال
گرانو اوريدونکو وايي ، هر چېرې ،چې قبيله وي هلته به جرگه وي او چېرې ،چې جرگه معمول وي هلته ټولنه د قبيلوي مناسباتو په سيوري کې واقع وي .
د افغانانو ټولنه يوه قبيلوي ټولنه ده او تر هغه ځايه ،چې تاريخ په ياد لري له ډيرو لرغونو وختونو څخه پدې ټولنه قبيلوي سيورى راخور دى .
په قبيلوي ټولنه کې د جرگو نظام حاکم وي پدې نظام کې مشران د حقوقو او جزا حدود ټاکي او په ټولنه کې لوى او کوچني مسايل د کوچنيو او لويو جرگو له لوري حل او فصل شوي دي .کله ،چې ددو قبيلو او يا دوو کسانو ترمنځ څه جنجال پېښ شوى دى نو دوى د خپلې دعوې او مشکل د حل په خاطر قومي مشرانو ته مخه کړي ده او د ناستې او جرگې له لارې يي خپلمنځي ورځني مشکلات حل کړي دي .
که يو وگړى د خپلې ټولې کورنۍ سره تباه کيږي هغه قبلوي خو د جرگې فيصلې په وړاندې بغاوت يا خيانت هېڅ نه قبلوي داسې لويي جرگې په افغانستان کې ډېر اوږد تاريخ لري خو ډېرې مهمې جرگې په اتلسمه او بيا په نولسمه او شلمه پېړۍ کې شويدي .د اتلسمې پېړۍ په اوايلو کې هغه مهال ،چې هېواد د ايراني صفويانو په استعمار کې بند ؤ د حاجي ميرويس خان په مشرۍ دوې لويي جرگې په کال ١١١٧هجري ) کې د کوهکران او په کال ١١١٩ هجري کې د مانجې په مقامونو کې جوړې شوې.
دا حرکتونه ټول مخفي او پټ وه څو کار نظم وموند او علني قيام پيل شو د اېران حکمران بېگلربيگي گورگين او د هغه نظامي او ملکي مشران قتل او د کندهار ملي خپلواکې اعلان شوه او مېرويس خان د ملي مشر په توگه وټاکل شو.
دوهمه لويه جرگه د احمدشاه ابدالي د ټاکنې جرگه وه ،چې د کندهار په شېرسرخ کې جوړه شوه او په هغه کې د قومونو مشرانو برخه اخېستي وه او څو ورځې غونډې کيدې څو يي احمدخان سدوزى د احمدشاه په نامه مشر کړ او هغه په خپل تدبر د احمدشاهي امپراطورۍ بنسټ کېښود.
په ١٩ مه پېړۍ کې په خاصه توگه ،چې انگريزانو د يرغلونو په وړاندې افغانانو مقاومتونه کول نو د برياليتوب رمز يې پدې ټکي کې پروت وه ،چې د جرگو په فيصلو به دومره قوي او واحده جبهه تشکيل شوه ،چې ډېرو لويو قدرتونو په هغوى کې د نفوذ توان نه درلود.
د جرگې تاريخي شاليد ته په کتو سره ويلى شو،چې د جرگو او ناستو له لارې افغانانو خپلواکي ترلاسه کړيده لويه امپرراطوري يي جوړه کړه او ددې لويي امپراطورۍ جوړونکى احمدشاه بابا وه ،چې د اوسني افغانستان بنسټ هم احمدشاه بابا ايښى دى .دې افغانانو دهغې لويې امپراطورۍ سرحدونه د اوسني هندوستان ،د اېران ترمشهد،د روسيي تر سرحد اود عربو تر سرې بحيرې پورې رسولي وو.
نو ويلى شوي ،چې افغانانو دغه لويه امپراطوري د جرگو او مرکو په برکت جوړه کړي وه او خپل دوښمنانان يي د جرگو له لارې مغلوب کړي وه.
په اوسني وخت کې ،چې افغانانو نور د جنگو څخه ځانونه ستړي وليدل نو يي د پلارونو او نېکونو په قدم يوځل بيا پل کېښود او د افغان ولسمشر حامد کرزي په نوښت يي مشورتي جرگه جوړه کړه .
دغه جرگه ،چې کوربه يي د افغانستان دولت دى پکې مختلف تنظيمونه،د ګوندونو استازي،د ولسي جرگې غړي ، د مشرانو جرګې غړي، د پخوانۍ کابينې وزيران او دولتي مسوولين، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړي¸ د کوچيانو استازي.
له ولايتو څخه د واليانو لخوا انتصاب شوي د رسوخ او نفوذ خاوندان، علما کرام او بهرني ميلمانه شامل دي ،چې ټول شمېر يي يو زرو شپږسوو تنو ته رسيږي.
ددغې مشورتي جرگې په لمړۍ ورځ د افغانستان منتخب ولسمشر حامد کرزي د غونډې افتتاحيه وينا وکړه او د افغان دولت وسلوال مخالفين يي بغير له کوم قيد اوشرط څخه د خبرو کړلو ته را وبلل همدارنگه ځينو نورو چارواکو خبرې وکړي او د مشورتي جرگې ريېس ،معاون او منشي وټاکل شول ، د غونډې مشر برهان الدين رباني د غونډې له گډونولو څخه وغوښتل ،چې د افغان دولت د مراورو وروڼو سره د سولې د راتگ گټورې طرحې پدې مشورتي جرگه کې وړاندې کړي .
د مشورتي جرگې په دوهمه ورځ غونډه په ديارلسو کټگوريو وويشل شوه او بيا دغه ديارلس کټگورۍ په اته ويشتو کمېټو وويشل شوې،چې په هره کمېټه کې د هرې کټگورۍ غړي شامل وه او په جلا جلا کوټو کې کېښناستل او په دريو موضوعاتو يي بحث وکړ. نور د ټولو کټگوريو او کمېټو اجنډاسره يو شان ده
لمړۍ دا،چې څنگه به د افغان دولت د مخالفينو سره مذاکره ،مفاهمه او مشوره وکړي.
دوهم دا،چې څنګه يو جوړښت او چوکاټ دې مذاکړې دپاره وړاندې کړي .
او دريم دا،چې څنګه بايد دغه خبرې عملي کړل شي .
خو هغه څه چې د جر گې په دوهمه ورځ د جرگې مرستيال قيام الدين کشاف خبريالانو ته په ډاگه کړل د ورته جرگو دوام ، د اور بند رامنځ ته کول ، د خبرو اترو راتلونکو جرگو ته واک ورکول ، له زندانونو د طالب بنديانو خوشي کول ، او جرگې ته د پرېکړو بشپړ واک ورکول ول شامل وه .
د غونډې په دريمه د جمعې د ورځې اجنډا دا وه چې لومړی به د کمېټو د غړو توحيد او راټول او وروسته به د هرې کمېټې نظريات به په يو ځايې توګه عمومي غونډې ته وړاندې شي
وروسته د يادو شويو کمېټو او کټگوريو د نظرياتو او مشورو په بنسټ د سولې دمشورتي جرگې پريکړه ليک خپورشو په دريمه ورځ د غرمې وروسته عمومي ناسته رو ابلل شوه او د جرگې پرېکړه ليک پکې خپور شو
د جرگې پريکړه ليک په شپاړلسو مادو کې خپور شو او په راتلونکو کې د سولې د راتلو په موخه د جرگې د مشورو د عملي کولو دپاره د ولايتي او ولسواليو د نمايندگيو په شمول واکمن کمېسيونونه او د سولې عالي شورا جوړيږي ترڅو پدې جرگه کې د سولې د راتگ دپاره شوي ژمنې عملي شي او د تل پاتې سولې د راتګ د پاره هڅې جاري وساتل شي .
گرانو اوريدونکو د افغان ولسمشر او ولس دا تمه ده چې جرگه به د سولې د پر مختيا لپاره اغېزناکې لارې او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره يو چوکاټ جوړ او د عملي کېدو لپاره به يې يو گټور مکانيزم رامنځته کړي او نور به افغانان د سولې په بهير کې د خپل وطن او خپلې خاورې د پرمختگ يون ته دوام ورکړي .
په افغانستان کې د جرگې د غړو او گډنوالو د تل پاتې سولې د راتگ په موخه هڅې روانې وي ترڅو د افغان دولت مرورو وروڼو سره مخامخ کېښني او دې ته يي راضي کړي ،چې راشي د خپل وطن په ملي پوځ ،ملي پوليسو او د بيارغونې په برخه کې دوى هم خپله ونډه واخلي .
د افغانانو ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي رياست جمهوري ته په دوهم ځل ،چې ځان کانديد کړي وو نو يي وعده کړي وه ،چې که دا ځل د افغانانو لخوا د جمهور رييس په توگه وټا کل شي نو ،چې په هر قېمت وي د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو سره به روغه کوي ،يعنې پدې معنى ،چې نړيوالو ځواکونو ته به وايي ،چې مو ږ افغانان په خپل منځ کې سره جوړ يو تاسو ،چې له کومه ځايه راغلي وئ بېرته ولاړ شى او افغانستان پخپله افغانانو ته پرېږدى .
ولسمشر حامد کرزي ويلي وو ،چې د هېواد په سطحه به د سولې د راتگ په موخه يوه جرگه را غواړي ،ترڅو د يوې کلمې او يوه دين مراور وروڼه پخلا او په يوه خاوره کې سره يوځاى کړي.
دا دى د ولسمشر حامد کرزي دغه ارمان په پوره کيدو دى ،د هيواد په سطحه يي مشورتي جرگه جوړه کړه، خپلې منډې يي د سولې د راتگ دپاره د افغانستان له ختيځه تر لويديځه وکړې ،په جوماتونو کې، په ميډياوو لکه راډيو ګانواو تلويزيونو کې يي د سولې ،د وطن د جوړونې او د جگړې پريښودنې ډنډورې وغږولې .
ا و د افغان دولت وسلوالو مراورو وروڼو ته يي غږ وکړ ،چې د خبرو کړلو او د سولې د راتگ د پاره بغير له قيد او شرطه راشى ،چې لمړى پدې سره ځانونه پوه کړو ،چې څنگه په خپل منځ کې سره يو شو او نړيوالو ته ووايو ،چې نور افغان دولت او مراور وروڼه يي په خپلو منځو کې سره پخلادي او په افغانستان کې نور د نړيوالو د پاتې کيدو ضرورت نشته.
گرانو اوريدونکو که تاسو فکر کوى ،چې دمراورو وروڼو په ځمکه د وسلو د کېښودلو ځواب او دريځ معلوم دى.
دا سمه ده خو د دوو وروڼو ترمنځ هم داسې فيصله نده شوي او نه قناعت کونکي وي ،چې ووايي بس موږ سره جوړ يو ،هره معامله او هره روغه يو لړ قوانين ، اصول او تړونونه لري.
د بېلگې په ډول،څه تضمين او ثبوت شته ،چې يا احمد د خپلواک څښتن دى او يا محمود؟
يا!که نړيوال له افغانستانه ووتل څوک په پوره باور ويلى شي ،چې افغان خاورې ته به يو ځل بيا هغه سپين مخي نه ورځي او يا هغه تورمخي؟
ځکه خو افغان ولسمشر هم پخپلو مراورو وروڼو باندې غږ کړى ،چې يو ځل تاسو راشى ،،چې ستاسو خبرې واورو او موږ هم خپلې خبرې درته وکړو ،چې ځانونه سره پوه کړو .
وروسته به په شرطونو او تړونو عمل کوو.
کله ،چې يو بااحساسه پښتون د گاونډيانو،د خاورې د دښمنانانو ،د لستوڼي د مارانو په دسيسو او ناوړه ا هدافو باندې پوه شي نو د خپلو مشرانو په شان بيا وايي،چې
ترڅو راغونډ په يو مرکز يي نه کړم
هرې تپې ته د جرگو سره ځم
گرانو اوريدونکو تاسو پدې کله فکر کړى دى ،چې ژوند به په سوله کې څومره شرين وي؟
ټول افغانان به په يوه خاوره کې د يوې خاورې د ابادولو هڅې کوي ،يو بل ته به د وروڼو په شان درناوى کوي، د قلم له لارې به دگاونډيانو د شومو اهدافو سره سيالي کوي ،يوه مور به هم د خپل ځواني مرگ زوى په غم د وير او حسرت اوښکې نه تويوي ،هېڅ يوه ناوي به، بې وخته نه کونډه کيږي او کمبخته خويندې به نه بې وروه کيږي.
په وطن کې به لوږه ،فقر،نيستي مخ په ختميدو وي .
ناروغۍ به مو نه وژني او روغتونونه به په هرکلي او مالت کې د افغانانو اوپښتنو په مخ خلاص وي .
کلى به مو اباد شوى وي او سرکونه به پاخه شوي وي .
د خاورې او فرهنگ دښمنه گاونډيان به مو په حکومت ، افغاني قومونو او ولسونو کې مداخله نشي کولاى ځکه د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا بچيان او لمسي به په اجراييه ځواک ،چې ملي پوځ،او ملي پوليس دي سمبال به وي اود هر نيواکگر او دوست په جامه کې د پټ شوي دښمن لاسونه به يي ورلنډ کړي وي او په افغان خاوره کې د خپلو موخو د ترسره کيدوه خوبونه به يي په سيند لاهو شوي وي.
تل د وي نصيب ملي وحدت او سعادت زموږ
دا افغان ملت زموږ
وسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته