غزل
تڼاکي سو په اور باندي اکثره زما وجود
زخمو دي نا ارام کړ پېښوره زما وجود
په سوات، وزيرستان کي زما سينه غلبېل غلبېل
کابل او کندهار ډک له خطره زما وجود
اغيار کړي کوښښ چي زما اندام کړي رانه بېل
معلوم دی له امو نه تر خيبره زما وجود
کمال دی ستا د سترګو زه به څه وايمه نور
زړګی دي رانه وړی ناخبره زما وجود
ابداله! ستومانۍ سوې په ځوانۍ کي پر ما زور
لوېدلی دي رښتيا له نور سفره زما وجود