دوستان
زما دوستان ډېر ول
زما ياران ډير ډير
زما ملګري بېشمېر
زما خواخوږي بېحد
او مينوال مې هم زيات
خو
يو راپا تې نه شو
چې کله خوار شومه زه
او غريبي راغله
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
بادشاه دين (مشکور
وږدې زلفې
وږدې زلفې فرېشان
اوېزان لکه ماران
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان
************
تار په تار وهي ټالونه
ښکاري سم لکه ګلونه
پسخوي راته خيالونه
زړه زما ترې ګورېزان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان
************
دا د تورو زلفو جال
چې وږدېږي کال په کال
ما به ګېر کړي يو محال
څه به کړمه يم حېران
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان
************
تورې زلفې ولونه ولونه
د نرګس سنبل ګلونه
شي را خلاسې غرنه غرونه
را ولي په زړه طوفان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان
************
د وږدو زلفو ګزار
کړم "مشکور" په زړه بېما ر
ورکه شوې رانه لار
يمه کوم خواته روان
دي پرتې په ګلستان
په سينه مې د جانان
****************
باد شاه الدين " مشکور"
ناتوان
زه په تا يم شيدا، يمه ستا پروانه
ته زما دلربا او زه ستا ديوانه
تا پسې مې زړگى شو، زما نه پردى
راته كيږي مدام ليونى ليونى
وير كوي تا پسې روزانه شبانه
دې هجران دې بيلتون رانه جوړكړ مجنون
كېنم ځانته تنها سرمې وي په زنگون
راشه راوړه وصال مكړه نور بهانه
دي ظالم غمازان ځوروي مې جانان
ربه وكړه كرم، زه خو ډېر يم ناتوان
كړه پرې تندر نازل، اسماني غيبانه
ستا له سترگو شم زار را ښكاره كه رخسار
ليونى يمه ستاچې ونكړې انكار
شه ځواني د مشكور، ستا د مخ نذرانه
بادشاه الدين مشکور
گـــــــــــناه)
)جفا دې وکـــــــــــــــــړله جفا به وينې
گناه دې کړيده ســــــــــــــــزا به وينې
*************
ته به په ژوند کې خندا ونکړې هيڅ
تا ژړولــــــــــــــــــــــې يم ژړا به وينې
*************
زما او ستا نه به وي ډير گــــــنهگار
چې شي قيامت نو دا مــــلا به وينې
**************
چې زموږ ستاسو عمل داسې وي نو
زرې ،زرې به شي دنــــــــــيا به وينې
***************
دلته روا نه کـــوي څوک "مشکوره"چې په هر خوا ځې ناروا بــــــه وينې
****************
بادشاه الدین (مشکور)
ســـــــــــــــــــــــــوله
په سوله کې ژوندون په جـــنتونو کې ژوندون دى
چې سوله نه وي بيا په دوزخونو کـې ژوندون دى
*******************
راځۍ چې سوله وکړو محبت ورورولـــــــي وکړو
موږ تاسو خو مدام کړى جنگونوکې ژوندون دى
*******************
فضاء د مينې جوړه کړى د مينې دنيا جــــــــــوړه
ماحول چي وي دمينې بهارونو کـې ژوندون دى
********************
موږ د قدر هيڅ دسولې او د امن کــــــړى نه دى
دا ځکه خو زموږ ستاسو اورونوکې ژونــدون دى
********************
"
مشکوره" کوم قوم کې چې دسولې پلويان نه ويدهغو خــــــــــــــــلکو تل په عذابونوکې ژوندون دى
*******************
بادشاه الدین (مشکور)