څلوریزه

 

بیا می دزړه درد او غم ته نوی خوشخبری ورکړه

ما می خپل  نیمګړی ژوند ته نوی زندګی ورکړه

ما خپل تصور سره تړون دبندګی وکړو

ما خپله کعبه خپله مکه خپله هستی ورکړه

غزل

اوس می دخیال ژوند دخیال دستور راته خفه ښکاری

ژوند می تصور دی درد دی غم راته ښکاره ښکاری

 

دریغه دسیلی غیږ کښی دی ځان تاوکړه چی یودسی

ستا دژوند داستان دسوز غزل دی عجیبه ښکاری

 

مونږ ه ستا پـــــــــــــــدی لیونی زړه باندی باور کړی

ستا دفکرتال ښکــــــــلی جمال دی هم اینه ښکاری

 

بیلګه به دزړه غوښـــــــــــی راوشکوم په مینه کښی

داد ژوند ډیوه می ماته ماته او تیــــــــــــاره ښکاری

 

بس دی دقلم څوکی داستا بغاوت ډيرشـــــــــــــولو

ستا دهروتلی ټکی ځان ته فلســـــــــــــفه ښکاری

 

ویښ شه چی دغم ځالی دی زړه ته جال ورواچو

ستا دغمه ډک زړګیی مطفی دانه وانه ښکاری