ارګمشر ته

ملا دې ماته شه چې ناست ېې په کرسۍ

بېګناه ټبر دې مري په بې وسۍ

لوی ټبر دې په بمونو تباه کېږي

ته دښمن سره پل اخلې د دوستۍ

پنامه د ولسمشر شوې ارګمشر

ټول ملت دې قربان کړی له مشرۍ

راټول کړي دې پر ځان لوی غداران دي

غله ، رهزن او قاتلان دي له پستۍ

د پښتون ملت قاتله خدای دې خوار کړه

ځواب نلرې له خپلې دؤوسۍ

شاه شجاع غوندې دې خرڅ په ټوني ، بوش کړه

غوړه ماله ته خوند اخله له هستۍ

ګوډ په ګوډ د پښتون وینه پر تا پور ده

د مرګونو سوداګره کړه مستۍ

ته قاتل د پښتنو د هېواد غل ېې

زمونږ حساب د حوصلې دی په درستۍ

سارا څنګه به زه هېر کړم دا دردونه؟؟

چې مو لاستی ورکاوه پرې کړه سرونه ؟؟؟