شعر
ناحقه ئې راغلې ته دروس په شان ځطاکوې
څومره لوې ظالم ئې چه قتلونه بيګناه کوې
په نارودرغيدودې ورانې جوړې بنګلې کړې
په چل دازادې دې ډک زندان او هديرې کړې
ستمګرده زمانې ئې څومره نوره لا ګناه کوې
اخيربه راغورځيږې چه دعوا دټول د نيا کوې
رب راکړې ازادې ده په قران زموږ باوردې
اسلام زموږ قانون دې پښتو زموږ رهبردې
فساددې راته راوړې ته زموږ سره جفاکوې
رشوت دې رواج کړې په غلو زمادفاع کوې
دغه ستا جوړسوې قانون نور دلته ناکام دې
تاچې دې روزلې هم هغه سړې دې غلام دې
څوکسه محدود دې ته د ټول وطن سوداکوې
ځان به شرمينده کې څومره غټه اشتباه کوې
دغم دې داډالرسې زموږ وطن ئې راتباه کې
داغربي دموکراتې پلاراو زوې سره جداکې
موږ خپله ازاد خيل يوداخوشې عبث ويناکوې
ښه راته معلومه چه په څه چم زموږغلاکوې
موږ مسمانان يوپاک الله زموږ مدد ګاردې
نه غواړوستامرسته هرافغان ځنې بيزاردې
څوک چه مسافروې دوطن مينه رشتيا کوې
غلامې د ډالرنه کړې بند ګې د پاک الله کوې
مسافر