محمود نظري

مردارې نوکارې

 

د بسکر له عدله

 دچکه خازنه توبه

د دروهه امېره

اوکورلی خره توبه


بسکر(اجرتي  خوني)؛چکه(تجربه لرونکی غل): کورلی( بې لکۍ او غوږو خر)؛ دروهه( چلبار)؛خازن(خزانه دار)

 

***

اوباما ول انسان شه!

وخوره پروړ!

هغه ول نه انسانیږم 

خورمه پروړ

 

***

 

وروربه دی کړم ټک په ټک

که سم نشو دګړۍ ټک ټک

هغه په تراټ شو چين ایران ته

بیرته راغلی بې ټوک  ټک

***

ځایناستي دي خونیان

 بنډاریان دي پساتیان

ساتونکي دي پراریان

خود په ولس يي ګران

 

***

 

سپیني ماڼې ته په تګ

تور خر لا سپین آس کیږي

مګر توری کعبی ته په تګ 

 میږی  لا ښانګه ور کیږي

***

هغه کوم تکړه دی اهلی کار؟

چې ورکړشې یو وار اختیار

خر یونسی سره د بار

په ژړو سترګو وار وار

***

دلته حمله توبره ده هله

بیا ژبه نه کړې په غاښ

ایتونه په زوره زوره وایه

 دچغال مرګي کوه  ګواښ

چغال مرګی: د ورځي ملنګ د شپي پرانګ

***

هر ملی تر لاس نیولی بین المللی غل

پوهیږی هغوی په دود او بایده دیو بل

بېله غلو سوک نه تر ایستل کیږي

هغوی اړخک وی  مرغی لومې ته دیو بل

سوک نه ایستل کیږی( لاره  دحل نه پیداکیږی)

اړخک( ښکار د لومی خواته شړل)

***

 

دلته پردي دي  سرغنه

په زوره شوی دي مېلمه

دشپې د غلو په لټه

سر پرې کوي د کوربه

 

***

 

راغلي  دي ړانده ښکاریان

 د ګېدړ پر ځای ولي مږان

 دلته هر بې هنره ښکاری ته

ورکول کیږي د غیرت نښان

***

هښمې ریت ریت وژړل

دامریکا د درو زرو په  وژلون

تالندې کړس کړس وخندل

ټکه  یې ولوېده  پر افغان زبون

هښمه( توره وریځ)

***