شعر
راسه راسه جفاپريږ ده لاره خوښه دوفاکړه
د نادانه رخصت اخله د ناصح سره ويناکړه
چه هر څومره تعليم وکي داپه ياد ولره ياره
چه کمه تجريبه وې کاردمشرپه صلاح کړه
ددنياعجبه رنګ عجبه شکل عجبه بوې ده
بد مکړه په دنيا کښې مه دچاعيب افشاکړه
دا دنيابي اعتيماده مخ او څټ ئې سره يو ده
دا متل دې دتيارې کاردې هميشه په رڼاکړه
ترځان لوړلره مګوره ترځان کښته ته نظرکړه
کوشش وکه په علم ځان په ښه عمل دانا کړه
نه شل سوه نه هم ډيره خالې لاس به ترروان يو
ستا ګټلې درنه پاته ځان دې اوس لاپه هوساکړه
دي بازارله چه راغلې ئې هرڅه پکې خرڅيږې
رنګ د رنګه انسانان دې تل د علم رهنما کړه
هم خواږه دې هم ترخه دې هم بددې هم ښه دې
ښه وکړه ښه ياديږې ښه تحفه دخپل عقبا کړه
نيکې وکړه اي نورزايه نيکه لاره کړه مختاره
عبث مګرځه بيځايه مه په چا پورې خنداکړه
م٠ق٠مسافر نورزاې