غزل
غاړه غړۍ اوري شرابونه
، ګلابونه
اوښکو دې ماحول کړ ګلابونه ، ګلابونه
لمر به مړ وای ، نوم
به د يوسف د نور پيکه وای
نه وای که پر مخ دې نقابونه ، ګلابونه
خدای مه کړه چې لږ دې
هم خاطر د ښکلو دروند شي
خدای مه کړه چې تېر کړي عذابونه ګلابونه
ما ورته ويل ته مې
خوښېږې ؛نو موسکۍ شوه
ځای په ځای يې راکړل جوابونه ، ګلابونه
خپل بې حده حسن به دې
سترګو ته بلا شي
وژني ، ډېر بې وخته ، سيلابونه ، ګلابونه
څنګه دې ټوپک ته کړو
،زړه ښه ، د وطن ښکليه !
ستا لاس کې خو خوند کړي کتابونه ، ګلابونه
وه جلاله !! خدای
لپاره ! مه ماتوه زړونه
غواړي په قيامت کې حسابونه ، ګلابونه
جلال امرخېل