دبمونو مشري
غل ګوره رهزن ګوره چې زمونږ د کور ساتنه کړي
غم ګوره لوټمار ګوره چې زمونږ حفاظتونه کړي
هېڅوک په پردي سپي د خپل کور ساتنه نه کوي
دی! په پردي ځان ساتي په مونږه حکومتونه کړي؟
څوک به قبلوي دا چې پخلا دښمن دوستي کوي؟
د تبر لاستی زما دی چې غلیم راته ښودنه کړي
تر څو چې مې خپل لاس نیولای نه وي سر به مات وي زما
شپونکی د پردي قام دی چې لېوه رمه پالنه کړي
هېڅکله د ودې هیله مکړه له هېواد ځينې
ژبه چې يوه نه وي په کوم فکر سوچونه کړي؟
زما د لوی افغان جرګه کې ناست په پردو ژبو دي
زما د ژبې دود کې نن ګډ بل واک تدبیرونه کړي
بس سارا غدار دی چې خپل واک نه وي مشري کوي
زما په لوی ټبر باندې د زور مشري بمونه کړي