غزل محمد نعيم كاكړ/كوئټه
ستا سوچ او زما د كتو طريقه ده جُدا جُدا
ستا د دهوكې او زما د وفا طريقه ده جُدا جُدا
تاته چي كله وخت درپيدا سى، نو تۀ سوچ كوه
زما لار ستا د منزل د نشان نه ده جُدا جُدا
دا وخت او دا موسم به آخر هم ختم سي
زما د كلى موسم او ستا د ښار هوا ده جُدا جُدا
چا په زړۀ كښې وساتلم او چا ښيرې راته وكړي
زما د زړۀ زخمونه او ستا قراري ده جُدا جُدا
ځوانى او حُسن به ختم سي، تير په سي دا وخت
ستا ښائسته حُسن او زما ځواني ده جُدا جُدا
زۀ خو تا سره كړم ساده مينه،نه لرم په زړۀ كښې فيشني مينه
ستا فيشني زندګۍ او زما ساده زندګې ده جُدا جُدا
كه مينه كوي نو ولي نعيم ته دهوكي وركوي
ستا خوشحال ژوند او زما د غم نه ډكه زندګي ده جُدا جُدا
.................................
سلامونه درته وړاندى كوم چى تاسو به روغ جوړيست. زه تاسو ته خپل يو نوى غزل درليږم او ددې سره د خپلى برېښنا د لارى څخه خپل يو عكس هم درليږم دا ځل زما شعر سره زما عكس ضرور وركړى ستاسو به ډېر ډېر مننه وى. تاسو ورور محمد نعيم كاكړ